لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
May 26, 2025 at 04:35 PM
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په هرات پوهنتون کې استادانو، مسؤولینو او محصلینو ته په یوه ستره غونډه کې وینا وکړه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال په یوه ستره غونډه کې چې د هرات والي د هرات علماوو شورا مرستیال او د دغه ولایت د استخباراتو رییس، د امربالمعروف او نهی عن المنکر رییس، د پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو او سلګونو محصلینو ګډون کړی و د علم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د انسان قدر او عزت په علم کې دی. محترم شیخ صاحب استادان د هېواد ستره معنوي پانګه وبلل او ویې ویل چې د ا.ا.ا په ټول توان سره د هېواد متخصصینو او پوهانو ملاتړ کوي او د هغوی د پرمختګ او ظرفیت لوړونې لپاره زمینه برابروي. دغه راز له استادانو یې وغوښتل چې په پوره اخلاص او ژمنتیا سره د محصلینو فکري، عقیدوي او مسلکي روزنه وکړي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هرات پوهنتون له محصلینو وغوښتل چې په خپلو درسونو کې د هڅو تر څنګ، په خپلو منځونو کې اتفاق او اتحاد وساتي او د دښمنانو په منفي تبلیغاتو تېر نوځي. همدارنګه د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار، هرات ولایت ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له سفر څخه مننه وکړه او لوړې زده کړې یې د ټولنې د پرمختګ اساس وبللې. همدا راز د هرات ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر رییس شیخ مولوي عزیزالرحمن مهاجر د خلکو په اصلاح کې د معروفاتو اقامې او منکراتو ازالې په اړه توضیحات ورکړل. د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد سفر په لړ کې د ملا علي قاري الهروي رحمه الله (هرات) جامعې څخه لیدنه وکړه. له استادانو او فاضلانو سره په ناسته کې یې د دغې جامعې پرمختګونه وستایل او هغوی ته یې د لا زیاتو هڅو سپارښتنه وکړه. دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ملا علي قاري الهروي رحمه الله (هرات) جامعې د مسوولینو، استادانو او فاضلانو وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ. نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالقعدة ۲۸ مه ۱۴۰۴ هـ.ش د غبرګولی ۵ مه ۲۰۲۵ م د می ۲۶ مه
Image from لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی: د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په هرات پوهنتون کې استادانو، مسؤولینو او مح...
❤️ 😂 4

Comments