
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
May 28, 2025 at 03:32 PM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ
۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا ۷ مه، چهارشنبه
نیمروز او غزني تخنیکي تحصیلي نهادونه
په یادو تحصیلي نهادونو کې د یادې موسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته د انساني قاچاق مخنيوي په اړه د اميرالمٶمنين حفظه الله تعالى فرمان د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې تشريح شو.
پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د حفظ او مراقبت او سرسبزي کمېټو په ګډو هڅو د چاپېریال ساتنې او صفا کارۍ اشر ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د یاد پوهنتون صحن او شاوخوا سیمې له کثافاتو پاکې شوې.
پروان پوهنتون
د پروان پوهنتون لسګونو اداري کارکوونکو لپاره د اسلام له نظره د هر ډول تعصب څخه ډډه کول تر عنوان لاندې سمینار دایر شو.
بامیان پوهنتون
د بامیان پوهنتون طبیعي علومو پوهنځي د کیمیا څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د بامیان ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه.
شیخ زاید پوهنتون
د شیخ زاید پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته له ټولګي تر ټولنې علمي او تمثیلي نندارې تر عنوان لاندې د عملي زده کړو غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د یاد پوهنتون مسوولینو هم ګډون درلود، محصلانو لخوا ویناوې، ځانګړې مرکه، خبري ټولګه او طنز وړاندې شول، چې غوره ګډونوال محصلان یې وستایل شول.
• شیخ زاید پوهنتون کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور د ژوند او جهادي هڅو په اړه سمينار وړاندې شو.
په سمینار کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور په ژوند، د جهاد دورې شروع او پرمختکونو، لاسته راوړنو او همدارنکه د هغه سیاست او شهادت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
هرات پوهنتون
په هرات پوهنتون کې (په بریاليو شرکتونو کې د مدیریت رازونه) تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس دایر شو.
سرپل لوړو زده کړو موسسه
د سرپل لوړو زده کړو موسسې ښوونې او روزنې پوهنځي د شپږ ګونو ډيپارټمنتونو استادانو او محصلینو له لوري د بېلابېلو څانګو ترمنځ د افکارو تبادلې په موخه علمي کنفرانسونه وړاندې شول.
کندهار پوهنتون
د کندهار پوهنتون نویو ګمال شویو استادانو ته؛ په نړۍ کې د ځينو کارېدونکو تدریسي میتودو په اړه ورکشاپ دایر شو.
• د کندهار پوهنتون عامه ادارې او پاليسي پوهنځي محصلینو له لوري د (عامه پالیسي او برېښنایي حکومتولي) تر عنوان لاندې کلنی څېړنیز سمپوزیم جوړ شو.
په کنفرانس کې محصلینو (په کندهار کې د برېښنایي حکومتولۍ خنډونه او حلارې، د پالیسیو د طرحې جوړونې په بهیر کې د کندهار پوهنتون د کارکوونکو د ونډې او پوهاوي تشریحي او احصائیوي څېړنه، په کندهار پوهنتون کې د برېښنایي حکومتولۍ حالت او اړتیا، د اداري فساد په کمولو کي د برېښنایي حکومتولۍ ونډه او دې ته ورته نورو موضوعاتو په اړه خپلې ۱۱ څېړنیزې مقالې وړاندې کړې.
اناسټو پوهنتون
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون (اناسټو) کې د (زرغون نوښت) په نامه د سالم رقابت پیاوړتیا، د غیرسالمو سیالیو د مخنیوي او د محصلانو د بدني او رواني روغتیا د خوندیتوب په موخه، د روان سمستر په جریان کې بېلا بېلې پیل شوې ورزشي سیالۍ پای ته ورسېدې.
غزني تخنیکي پوهنتون
د غزني تخنیکي پوهنتون الکتروميخانيک پوهنځي محصلانو ته د انټرنیټ، ايمل او (ایچ ایي ایم ای ایس) سیستم اړوند يو ورځنی تخنيکي سمينار وړاندې شو.
کابل پوهنتون
د کابل پوهنتون د بیلا بیلو پوهنځیو (۴۸) تنه محصلانو د ۲ ورځني علمي سیر په ترڅ کې له بغلان پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
یاد علمي سیر کې محصلینو د بغلان پوهنتون له انجینري او شرعیاتو پوهنځیو، د بغلان پوهنتون لابراتوار، کتابتون او د پوهنتون له چاپېریال څخه یې لیدنه وکړه.
تخار پوهنتون
په تخار پوهنتون کې د (مخدره توکو سره مبارزه) تر سرلیک لاندې د بحث پروګرام ترسره شو.
غزني پوهنتون
غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د مقاله لیکنې اصولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو.
ننګرهار پوهنتون
د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي ماسترۍ برنامې محصلینو د پوسټر په شکل خپلې څېړنې نندارې ته وړاندې کړې.
د یاد پوهنتون کرنې پوهنځي هارټیکلچر څانګې ماسترۍ برنامې لومړۍ دورې (۲۹) تنو محصلینو د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو په بېلا بېلو ځایونو کې د بزګرانو او د سیمو اړتیاوو ته په کتو په سبزیجاتو، میوه جاتو او ګلانوعلمي څېړنې ترسره کړي دي، چې د مسوولینو په وینا یې، د دې ترڅنګ به یې پایلې له تحلیل او نهايي کېدو وروسته سکتوري ادارو سره شریکې شي.
کابل پولي تخنیک پوهنتون
د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو ته د (ادبي غلا یا کاپي رایټ څخه مخنیوی) تر سرلیک لاندې دوه ورځنی علمي سمینار دایر شو.
فراه لوړو زده کړو موسسه
د فراه لوړو زده کړو موسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته (په اسلام کې نظافت) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره (په کیفي څېړنه کې د انسان پالنې له تګلارې سره بلدتیا) ترسرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر جوړ شو.
هلمند پوهنتون
د هلمند پوهنتون ۶۰۰ تنو محصلانو ته، چې د ژبو زده کړې او کمپیوټري مهارتونو تقویتي کورسونه یې په بریالیتوب سره پای ته رسولي وو، د یوې غونډې په ترڅ کې ورته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

👍
3