
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
May 29, 2025 at 04:28 PM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ
۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا ۸ مه، پنچشنبه
*لغمان پوهنتون*
د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي د لغمان پوهنتون ارزونه بشپړه کړه.
یاد پلاوي د دې پوهنتون د علمي، څېړنیزو، اداري، د محصلانو د حاضرۍ او د نورو بېلا بېلو برخو څخه لیدنه او ارزونه وکړه او د ارزونې لومړنی راپور یې د پوهنتون له رهبري سره د ستونزو د حل په موخه شریک کړ.
*فاریاب پوهنتون*
د فاریاب پوهنتون فعال استادان او اداري کارکوونکي د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول، چې د پوهنتون مسوولینو او منسوبینو ترڅنګ پکې د فاریاب ولایت د یو شمېر ریاستونو او ادارو استازو هم ګډون کړی و.
*اناسټو پوهنتون*
په اناسټو پوهنتون کې ۷۰ بزګرانو ته د نباتي او حیواني ناروغیو د پوهاوي په موخه روزنه ورکړل شوه.
• د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) لخوا د کندهار مرکز د یو شمېر ښوونځيو د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته، د یاد پوهنتون علمي ظرفیتونه، موجودي آسانتیاوې او تحصیلي فرصتونه معرفي شول.
*نورستان لوړو زده کړو موسسه*
د نورستان لوړو زده کړو موسسې استادانو ته د علمي او څېړنيزې مقالې ليکنې لارښود تر سرليک لاندې يو ورځنى سمينار وړاندې شو.
په سمینار کې استادانو ته د مقالې پېژندنې او ډولونو، د مقالې اساسي برخو، مأخذ ليکنې او اړوندو نورو برخو په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول.
*بلخ پوهنتون*
په بلخ پوهنتون کې د ۱۶ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د ازموینې پرمهال د اضطراب مدیریت تر سرلیک لاندې سمینار دایر شو.
• په بلخ پوهنتون کې د وترنري پوهنځي محصلانو ته (ثالث عمر) تر سرلیک لاندې سمینار دایر شو، چې د محصلانو او استادانو له لوري پکې په اړوندې موضوع مقالې وړاندې شوې.
*پکتیا پوهنتون*
د پکتیا پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځيو لسګونو تنو محصلانو ته د (تکبر او عزت النفس) ترسرلیک لاندې یو ورځنی سمینار دایر شو او همدارنګه د موضوع اړوند د محصلانو پوښتنې ځواب شوې.
*کندهار پوهنتون*
د کندهار پوهنتون استادانو او محصلانو لپاره د (ژباړه او لارې چارې یې) تر عنوان لاندې ورکشاپ جوړ شو.
په دې ورکشاپ کې د ژباړې پر تعریف، اړتیا، د ژباړن پر ځانګړنو، د ژباړې پر ډولونو او د ژباړې پر بېلا بېلو لارو چارو او نورو اړوندو سرليکونو بحث وشو او له ګډونوالو وغوښتل شول، چې یاد موضوعات عملي کړې.
*غزني تخنیکي پوهنتون*
د غزني تخنيکي پوهنتون محصلانو ته د (انسان خلقت او د نړۍ د تخليق جريان) تر سرليک لاندې ديني علمي سمینار وړاندې شو او یاد موضوعات د اسلامي نصوصو او تفسيري متونو په رڼا کې تشريح شول.
*میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو موسسه*
د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو موسسې د شرعیاتو پوهنځي استادانو او محصلینو ته د نشیې توکو د استعمال زیانونه تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.
په دې سمینار کې د نشیي توکو استعمال زیانونه د ټولنیز، طبي او اخلاقي اړخ ترڅنګ د اسلامي شریعت له مخې د انسان پر شخصیت د نشیي توکو د استعمال پر بدو اغېزو بحث وشو.
*ننګرهار پوهنتون*
د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ازموینې اندېښنو او اضطراب اداره کولو حلارې) تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار دایر شو.
*کابل ښوونې او روزنې پوهنتون*
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اختصاصي علومو پوهنځي د ذهني وروسته پاتې کېدونکو څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د صحت روان روغتون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه، چې د روغتون مسوولینو لخوا د رواني امراضو اړوند هر اړخیز معلومات ورسره شریک شول.
*جوزجان پوهنتون*
د جوزجان پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ۱۰۰ تنو محصلینو ته د (تحصیلي پرمختګ او د انګېزې پیاوړتیا) په اړه سمینار وړاندې شو.
*سرپل لوړو زده کړو موسسه*
د سرپل لوړو زده کړو موسسې څلور ګونو پوهنځیو محصلینو ته د (ازموینې اضطراب) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمينار وړاندې شو.

❤️
🌹
2