لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
May 30, 2025 at 01:13 PM
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ په یوه فوق العاده ناسته کې د یاد تحصیلي نهاد له مسؤولینو او د پوهنځیو له رییسانو سره وکتل د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یاده ناسته کې کابل پولي تخنیک پوهنتون د هېواد په کچه له معتبرو او تاریخي علمي مرکزونو څخه یاد کړ او د مسؤولینو او استادانو له هڅو څخه یې مننه وکړه. محترم شیخ صاحب د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له ځانګړې پاملرنې او مهربانۍ څخه د پوهنتونونو د استادانو او تحصیلي نهادونو د پیاوړتیا په برخه کې مننه وکړه او ویې ویل، چې استادان کولای شي د اغېزناکو څېړنو، ټولنیزو ستونزو د تشخیص، علمي حل لارو، وړاندیزونو او رغنده طرحو له لارې د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي. د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر په دغه فوق العاده ناسته کې د یاد پوهنتون مسؤولینو، د بېلا بېلو پوهنځیو رییسانو او یو شمېر استادانو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او ترې ویې وغوښتل، چې د عملي او نظري تدریسي میتودونو په پیاوړتیا او علمي څېړنو په برخه کې لا فعاله ونډه واخلي. څو ټولنې ته لا په کار پوه متخصصین وړاندې شي. همداراز د کابل پولي تخنیک پوهنتون رییس مولوي محمد موسی فاروق کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر له ورتګ مننه وکړه او محترم وزیر صاحب ته یې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې د پوهنتون مسؤولین کارمندان او استادان د مسؤلیت احساس لري او د لوړو زده کړو وزارت د اصولو سره سم په پوره ژمنتیا د هېواد د راتلونکې نسل په روزنه بوخت دي او هڅه کوي، چې په ملي کچه د تخنیکي زده‌ کړو د کیفیت لوړولو او پراختیا لپار اغېرمنې پالیسۍ رامنځ ته کړي.
Image from لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی: د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ...
❤️ 🙏 3

Comments