لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
June 1, 2025 at 05:35 PM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا ۱۱ مه، یکشنبه کابل طبي علومو پوهنتون د علمي کچې لوړوالي او په ملي ژبو د درسي سرچینو بډاینې په موخه، د کابل طبي علومو پوهنتون استادانو په تېر ۱۴۰۳هـ.ش کال کې ۱۴ ټوکه کتابونه تألیف او ۸ عنوانه کتابونه ژباړلي دي. هرات پوهنتون د هرات پوهنتون اداره او عامه پالیسي پوهنځي محصلینو ته (له فکره تر عمله) تر سرلیک لاندې علمي سیالي ترسره شوه. افغان نړیوال اسلامي پوهنتون افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې محصلینو ته د (اېس، پي، اېس، اېس) پروګرام درې ورځنی علمي سمینار پیل شو. د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د اختر د قربانۍ او د ذوالحجې مياشتې د لسو شپو فضيلت په اړه سمينار دایر شو. لغمان پوهنتون لغمان پوهنتون لخوا د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کانکور داوطلبانو لپاره پیل شوې، د عامه پوهاوي د سمینارونو لړۍ پای ته ورسېده. دغه لړۍ چې د لغمان پوهنې ریاست سره په همغږۍ جوړه شوې وه، د پوهنتون، پوهنځي، څانګې، د کانکور ازموينې بېلا بېل پړاوونه، بايومتريک او د پوښتنو او ځوابونو د کتابچو مؤثره او په سمه توګه استفاده پکې د ښوونځيو زده کوونکو ته وروپېژندل شول. پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته (امربالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي نظام نه بېلېدونکی ارګان او په ټولنه کې یې ارزښت او اهمیت) تر سرلیک لاندې ځانګړی سمینار دایر شو. البیروني پوهنتون د البيروني پوهنتون نویو ګمارل شویو استادانو ته د (علمي کادر غړو لپاره د مسلکي تدریس مهارتونو زده‌ کړه) تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار پیل شو. په دې سمینار کې به علمي کادر غړو لپاره د مسلکي تدریس ځانګړي مهارتونو زده ‌کړې تر څنګ د ځان ارزونې اړوند معلومات هم وړاندې شي. کندهار پوهنتون د کندهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځيو ۷۰ تنو محصلانو کابل ته د علمي سیر په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل. بلخ پوهنتون د بلخ پوهنتون محصلینو لپاره د (نشه یي توکو او تمباکو زیانونه) تر سرلیک لاندې سمینار دایر شو. شیخ زاید پوهنتون د شیخ زاید پوهنتون حیواني علومو استادانو او محصیلنو له لوري پر غوښینو چرګانو د کلسیم او ویتامین اې اغېزې پر وده د ترسره شوې څېړنې پایلې شریکې شوې. سید جمال الدین افغاني پوهنتون د سید جمال الدین افغاني پوهنتون شرعياتو پوهنځي محصلينو ته د عملي زده کړو په موخه د ځمکې غصب قضيې تمثيلي محکمه جوړه شوه. نیمروز لوړو زده کړو موسسه د نیمروز لوړو زده کړو موسسه کې د اوبو له نعمت څخه د سمې ګټې اخیستنې په اړه علمي سمینار وړاندې شو. په دې سمینار کې د اسلام له نظره د اوبو اهمیت، په قرآن کریم او عصري علومو کې د اوبو رول او همدارنګه د اوبو ډولونو په اړه معلومات وړاندې شول. کندز پوهنتون په کندز پوهنتون کې (د تدریس نوې کړنلارې او اصول) تر سرلیک لاندې دوه ورځنی علمي ورکشاپ جوړ شو. غزني پوهنتون په غزني پوهنتون کې استادانو ته (د خوښیو، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي) په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د ابلاغ او ښه پوهاوي اړوند سمینار وړاندې شو. کابل پوهنتون د کابل پوهنتون د ټولو پوهنځیو په کچه ممتازو محصلینو پروان، کندز، بغلان او تخار ولایتونو ته د علمي سیر پر مهال د یادو ولایتونو له پوهنتونونو، تاریخي او فرهنګي سیمو څخه لیدنه وکړه. سمنګان لوړو زده کړو موسسه د سمنګان لوړو زده کړو موسسې اداري کارکوونکو لپاره د (نوي مدیریت میتودونو) په اړه سمینار وړاندې شو.
Image from لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی: لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا ۱۱ مه، یکشنبه  کابل طبي علو...
❤️ 😂 2

Comments