لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
June 2, 2025 at 04:57 PM
د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یاد ورکشاپ په اختتامیه مراسمو کې، د دغه ورکشاپ له امله د تضمین کیفیت ریاست څخه د مننې تر څنګ، په تحصیلي نهادونو کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسو او پر تحصیلي نظام د هغو پر اغېزو او ارزښت یې خبرې وکړې. نوموړي د اسلام مبین دین لارښوونو ته په اشارې سره، د ژوند په ټولو چارو کې د کیفیت په اړه وویل: «د الله تعالی په نزد د کمیت په پرتله کیفیت ډېر ارزښت لري او د اسلام له نظره هر هغه عمل چې په ښه ډول ترسره شي غوره دی او د تضمین کیفیت پروسه هم دې ته ورته ده.» د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د دې جدي اړتیا ده چې د تحصیلي نهادونو په اساسي برخو کې لکه؛ نصاب، د تدریس څرنګوالي، د پنځه کلنو پلانونو عملي کول، څېړنو او د تضمین کیفیت ۱۱ ګونو معیارونو کې واقیعي کیفیت عملي شي. محترم شیخ صاحب په یاد ورکشاپ کې له ګډونوالو استادانو وغوښتل چې د دې ورکشاپ موضوعات د خپل مربوطه پوهنتون له رهبرۍ سره شریک او د عملي کولو هڅه یې وکړي. همدا راز هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د هغو برنامو ملاتړ به کوي چې د تحصیلي نهادونو د کیفیت لوړاوي لامل کېږي.
Image from لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی: د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسې...
❤️ 🤣 5

Comments