لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
June 2, 2025 at 05:19 PM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا ۱۲ مه، دوشنبه لوړو زده کړو وزارت په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد. افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د تېر ۱۴۰۳ کال زیارکښ، ژمن او فعال اداري کارکوونکي د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول. هرات پوهنتون هرات پوهنتون کې د محصلانو د پوهې کچې پیاوړتیا لوړولو په موخه په ښوونیز او اداري چاپېریال کې د نظم او ضبط د مدیریت رول په اړه ښوونیز سمینار دایر شو. امام ابو حنیفه رحمه الله جامعه د امام ابو حنیفه رحمه الله دیني جامعې فاضلانو ته د مونوګراف او سي وي لیکلو په اړه سمینار وړاندې شو، چې پرمهال یې یاد فاضلان د مونوګراف لیکلو اصولو، اساسي جوړښت، موضوع ټاکنې، علمي منابعو کارونې او د سي وي لیکلو له مهمو اصولو سره بلد شول. غزني تخنیکي، سید جمال الدین افغاني پوهنتونونه او لوګر لوړو زده کړو موسسه د غزني تخنيکي، سید جمال الدین افغاني پوهنتونو او د لوګر لوړو زده کړو موسسې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره د اضحيه (قربانۍ) د فريضې ارزښت، حکمت او د قربانۍ د ورځې فضیلت په اړه سمینار وړاندې شو. بلخ پوهنتون بلخ پوهنتون له لوري د بلخ ولايت پوهنې رياست سره په همغږۍ، د ښوونځيو آمرينو او مديرانو ته د کانکور ازموینې په اړه، له نوم لیکنې څخه تر د پوهنځي او څانګې انتخاب او د پوهنتون اړوندو موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي سمينار ورکړل شو. سید جمال الدین افغاني پوهنتون سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د لوی اختر د قربانۍ او ذوالحجې مياشتې د لومړۍ عشرې د فضيلت په اړه سمينار داير شو. وردګ لوړو زده کړو موسسه د وردګ لوړو زده کړو موسسې نویو ګمارل شویو استادانو ته د علمي ظرفیت لوړونې په موخه، د (څېړنې میتودولوژي) تر عنوان لاندې علمي سمینار دایر شو، چې د څېړنې ډولونه، مرحلې، د څېړنیزې ستونزې تشخیص، د معلوماتو راټولول او د تحلیل علمي میتودونه پکې په نظري او عملي ډول تشریح شول. کندز پوهنتون د کندز پوهنتون استادانو لخوا د استادانو علمي کچې لوړولو او د فقهي موضوعاتو په اړه د ژور فهم رامنځته کولو په موخه کنفرانسونه وړاندې شول. په دې کنفرانسونو کې، چې د پوهنتون رهبري او استادانو ګډون کړی و، د استادانو لخوا (د تقلید شرعي حیثیت او د مذاهبو تدوین او د یوه مشخص مذهب اختیارول) موضوعات تشریح شول. لوګر لوړو زده کړو موسسه لوګر لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته ( د لوی اختر د قرباني مسائل) تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار وړاندې شو. میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو موسسه د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو موسسې رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کاروونکو ته په اسلام کې د راز ساتنې ارزښت په اړه سمینار وړاندې شو. په دې سمینار کې د راز ساتنې اړوند الهي ارشادات او نبوي لارښوونې، په اسلام کې د راز ساتنې ارزښت، ګټې او اړتیا، د راز ساتنې په اړه د صحابه کرامو، تابعینو او اسلافو ویناوې بیان شوې. غزني پوهنتون غزني پوهنتون کې مسوولینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته (د اداري فساد او خیانت دنیوي زیانونه او د مخنیوي لارې چارې) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.
Image from لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی: لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا ۱۲ مه، دوشنبه  لوړو زده کړو...
❤️ 😂 🤣 5

Comments