
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
June 8, 2025 at 01:02 PM
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو درېیم فورم کې د ګډون په موخه نن فدراتیف روسیې ته سفر وکړ
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او ورسره مل پلاوي د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم فورم کې د ګډون په موخه د فدراتیف روسیې تاتارستان هېواد کازان ښار ته سفر وکړ.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین به په یاد فورم کې د ګډون تر څنګ، د مختلفو هېوادونو د لوړو زده کړو له استازو سره وګوري او په ساینسي او نورو برخه کې به د ګډو علمي برنامو رامنځ ته کولو، استادانو راجلبولو او نورو علمي موضوعاتو په اړه خبرې ورسره وکړي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶، د ذوالحجة ۱۱مه
۱۴۰۴، د جوزا ۱۸مه
۲۰۲۵، د جون ۸مه

❤️
🤲
❤
😂
11