لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
June 11, 2025 at 10:28 AM
د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار کې، د روسیې هېواد پوهنې وزارت له معین سره په کتنه کې پر مختلفو علمي همکاریو او د دوه اړخیزو علمي هوکړه لیکونو پر لاسلیک کولو خبرې وکړې. په یاده لیدنه کې دواړه اړخونو له یو بل سره د تجربو شریکولو ته لېوالتیا وښوده او د افغانستان او روسیې پوهنتونونو تر منځ د ګډو علمي همکاریو د هوکړه لیکونو، پروتوکلونو او تړونونو پر لاسلیکولو یې خبرې وکړې. د روسیې د پوهنې وزارت معین وویل د روسیې پوهنتونونه له پخوا د افغانستان له پوهنتونونو سره هوکړې لري، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي بیا وویل: «بهتره ده چې یادو هوکړه لیکونو ته بیاکتنه وشي، تر څو د اوسني عصر غوښتنې او د افغانستان اړتیاوې پکې په پام کې ونیول شي.» د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او ورسره مل پلاوی، څو ورځې وړاندې په رسمي بلنه د روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو درېیم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه فدراتیف روسیې ته سفر وکړ. نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶، د ذوالحجة ۱۴مه ۱۴۰۴، د جوزا ۲۱مه ۲۰۲۵، د جون ۱۱مه
Image from لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی: د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهن...
❤️ 👍 3

Comments