
8AM MEDIA
June 5, 2025 at 10:32 AM
۸صبح، کابل: د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې اقلیمي ناورینونو په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې کړې دي.
اوچا پنجشنبه د غبرګولی پر ۱۵مه په یوه راپور کې زیاته کړې چې افغانستان لاهم له منځنۍ کچې کمو ورښتونو سره مخ دی.
د دغه سازمان په وینا، په ډېری سیندیزونو حوزو کې د واورو د اوبو کچه هم له معول حالته ټيټه ده او د کمېدو په حال کې ده چې د اوبو د کمښت ناورین لاپسې زیاتوي.
د راپور له مخې، د نباتاتو پر ودې منفي اغېزې له فاریاب ولایته د بادغیس، هرات او جوزجان اړوندو سیمو ته پراخې شوې دي.
اوچا ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل تر پایه د شمالي سیمې په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د تر ټولو ډېرو زیانونه راپور ورکړل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام هم، په افغانستان کې د اقلیمي ناورین په تړاو خبرداری ورکړی دی.
#٨صبح_ورځپاڼه
