8AM MEDIA
8AM MEDIA
June 10, 2025 at 01:41 PM
د جون لسمه د لاسي صنایعو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په بېلابېلو ټولنو کې د لاسي صنایعو هنر د درناوي او اقتصادي ودې او د کلتوري میراثونو د ساتنې په موخه نمانځل کېږي. دا ورځ داسې مهال را رسېدلې چې په افغانستان کې مېرمنو د ګڼو محدودیتونو سره سره د لاسي صنایعو هنر ته مخه کړې او د خپل هېواد د کلتوري میراثونو د ساتنې او اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي. ځينې مېرمنې د لاسي صنایعو په مرسته د هېواد په دننه او بهر کې د کاروبارونو په رامنځته کولو، مالي ځان بسیاینې او د دغه هنر پر ودې بریالۍ شوې دي. دا مېرمنې په تېرو څلورو کالو کې له محدودیتونو څخه د وتلو په لټه وې او په ډېرو کمو امکاناتو توانېدلې چې د ځان او لسګونو نورو لپاره د ګټې وټې لاره برابره کړي. هغوی په هیله مندۍ او کلک هوډ توانېدلې چې د لاسي صنایعو، خیاطۍ او سوداګرۍ په برخو کې وځلېږي او پر محدودیتونو لاسبرې شي. دغو مېرمنو چې په تېرو نږدې څلورو کالو کې یې د محدودیت ترخه تجربه څکلې، وايي چې اوس نه یوازې خپله مالي ځان بسیاینې ته رسېدلې بلکې نورو مېرمنو سره یې هم مرسته کړې چې په سختو اقتصادي شرایطو کې د ګټې وټې څښتنې شي. تهمینه منګل یوه له هغو مېرمنو ده چې په له دوو کالو په کمه موده کې توانېدلې چې په کابل کې د مېرمنو لپاره د لاسي صنایعو او خیاطۍ درې کارځایونه جوړ کړي. هغې څه باندې شپېتو مېرمنو ته د لاسي صنایعو او خیاطۍ په برخه کې کاري زمینه برابره کړې ده. د دغو کارځایونو اصلي موخه د هېواد په دننه او بهر کې د اصیلو افغاني جامو وده او پراختیا ده. نوموړې په دې اړه وویل: «د مېرمنو پر کار او فعالیت محدودیتونو ته په کتو لکه پر مخ یې تړلي ښوونځي او د مېرمنو ناوړه اقتصادي شرایطو له کبله مې د لاسي صنایعو او خیاطۍ کارځایونه جوړ کړل څو وکړای شم د ځان او نورو لپاره خدمت وکړم. اوسمهال په دغو کارځایونو کې څه باندې شپېته مېرمنې بوختې دي او د چرمه ګنډلو، مهره ګنډلو او اوبدلو په برخه کې کار کوي.» هغه زیاتوي، ځینې هغه نجونې چې له ښوونځي د پاتې کېدا له کبله پر خپګان اخته شوې وې، هم په دغو کارځایونو کې جذب شوې دي او له یوه روزنیز پروګرام وروسته یې کار پیل کړی دی. نور ولولئ... https://8am.media/ps/international-handicrafts-day-womens-efforts-to-preserve-cultural-heritage-and-promote-economic-growth/

Comments