
8AM MEDIA
June 10, 2025 at 02:38 PM
۸صبح، کابل: د ایران د کډوالو چارو مرکز رییس نادر یاراحمدي له افغان ماشومانو او مېرمنو د ملاتړ په موخه په ایران کې د یونیسف له استازې مونیکا اولدزکا نیلسن سره هوکړه لاسلیک کړې ده.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، یاراحمدي سهشنبه د غبرګولي پر ۲۰مه ویلي چې دا هوکړه د ژوند شرایطو ښه کولو او زیانمنوونکو لپاره د غوره فرصتونو د چمتو کولو پر لور مهم ګام دی.
نوموړي ټينګار کړی: «هیله لرم چې دواړه خواوې د ماشومانو او مېرمنو د ستونزو هواري لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي. ګڼې افغانې کورنۍ ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري او زه ډېر خوشحاله یم چې له تاسې سره په همکارۍ به د ماشومانو لپاره ډېر څه وکړو.»
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/unicef-signs-agreement-with-iran-to-support-afghan-children/