8AM MEDIA
8AM MEDIA
June 11, 2025 at 10:39 AM
د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په لسو ولایتونو کې د باران، سېلاب او دوړو د احتمال خبرداری ورکړی دی. دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا احتمال چهارشنبه د غبرګولي پر ۱۱مه او سبا د بدخشان، تخار، نورستان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل او بامیان په ولایتونو کې او سالنګ کې شته. په بېلابېلو ځایونو کې د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده. دې ادارې په سویلي، ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره یوځای د زورورو بادونو د لګېدو خبرداری هم ورکړی دی. د دغو زورورو بادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومترو پورې اټکل شوی دی. #٨صبح_ورځپاڼه
Image from 8AM MEDIA: د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد ...

Comments