
8AM MEDIA
June 12, 2025 at 06:55 AM
۸صبح، خوست:ځايی سرچینې وايي چې د طالبانو له خوا په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د جوماتونو ځينو ګومارل شویو ملا امامانو د اختر په ورځو کې پاکستان ته سفر کړی او هلته یې د اختر لمونځ ادا کړی دی.
سرچینو چهارشنبه د غبرګولي پر ۲۱مه ادعا وکړه چې دغه ملا امامان له اختره څو ورځې مخکې پاکستان ته تللي وو او د یادو شویو ولایتونو اوسیدونکو د اختر لمونځ په انفرادي ډول ادا کړی دی.
دغو سرچینو زیاته کړه: « دغو ملایانو ته پر جوماتونو سربیره، کورونه هم په پام کې نیول شوي دي، خو سره له دې، هغوی د اختر په شپو او ورځو کې پاکستان ته ځي څو له خپلو کورنیو سره وي او په افغانستان کې اختر نه نمانځي.»
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/sources-some-taliban-appointed-imams-have-led-eid-prayers-in-pakistan/