
8AM MEDIA
June 12, 2025 at 06:56 AM
۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تاشکند د څلورم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چهارشنبه د غبرګولي پر ۲۱مه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دواړو لورو د سوداګرۍ او اقتصاد، ټرانسپورټ، لوژستیک، انرژۍ، کرنې او کانونو د استخراج په برخو کې د همکاريو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو پلاوي د ازبکستان په رسمي بلنه د تاشکند په څلورم نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی.
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/taliban-minister-of-industry-and-trade-meets-with-the-president-of-uzbekistan/