
8AM MEDIA
June 12, 2025 at 08:06 AM
۸صبح، پکتیا: په پکتیا کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت یو پل جوړ کړی دی.
سرچینو پنجشنبه د غبرګولي پر ۲۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دغه پل په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
سرچینو څرګنده کړه چې دا پل ۱۸ متره اوږدوالی او درې متره سور لري او لږ تر لږه ۲۰۰ کورنۍ ترې د تګ راتګ لپاره ګټه اخلي.
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/paktia-residents-built-a-bridge-at-their-own-expense/