
دتروږمۍ مسافر جــــ.هادي چینل☝
June 9, 2025 at 04:15 PM
> *ای کاش په بدر کې وای، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مو د احد په جګړه کې ګډون کړی وای، د خندق په غزا کې مو په ګېډې پورې تیږې تړلی وای، د قادسیې په جنګ کې د سعد ابن ابی وقاص رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې جنګیدلی وای، د ابو عبیده، خالد ابن ولید، ضرار او داسې نورو صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین سره د یرموک میلمه وای.*
> *د موسی ابن نصیر رحمه الله سره مو د شمالي افریقا په فتوحاتو کې ګډون کړی وای.*
> *د طارق ابن زیاد رحمه الله سره مو د اندلس په لوړو ژورو کې قدم وهلی وای.*
> *د آس پر شا سپور وای او د زلمي سالار محمد ابن قاسم رحمه الله تر قیادت لاندې مو د هند او سند په فتحه کې ګډون کړی وای، د قتیبه ابن مسلم الباهلي رحمه الله سره تر خراسان او کاشغر تللی وای.*
> *د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله سره مو په اقصی کې لمونځ کړی وای.*
> *د یوسف ابن تاشفین رحمه الله سره بیا اندلس ته تللی وای.*
> *د بدر ابن مغیره رحمه الله په لښکر کې وای او د اندلس د آخري مازدیګر ننداره مو کړی وای🥹*
> *د طاهر ابن یوسف رحمه الله سره مغولستان ته تللی وای، د جلال الدین خوارزمشاه رحمه الله سره مو مرسته کړی وای، د سیف الدین قطز رحمه الله سره مو مغولو ته ماتې ورکړې وای، د......*
> *د دې امت د عظیم تاریخ یوه وړه ننداره🥹😔*
*> دتروږمۍ مسافر*
❤️
😢
😭
✅
🫀
17