↣ فـکري ویښتابه ↢
↣ فـکري ویښتابه ↢
May 18, 2025 at 02:57 PM
د عُروج په دنګو څوکو زوال راغی . په اُمَّت د محمَّد ﷺ چي وبال راغی . نه بیا فارس تري ډاریده او نه قدیم روم . خپل منځي کي د وحدت چه جدال راغی . فاتحین د اروپا اوس نه ښکاریږي . په ټاپونو د آسو کي چه خال راغی . د اُمَّت د برم تل ساتونکي وه خو . په سرونـــو د عربـــو دجال راغی . اوس نه توره لري نه لینده او غشی . په ځوانانو باندي دغسي حال راغی . د جهــــاد او د غزاوو فکر مات شو . نن هَوَس چه د شهوت او د مال راغی . د احساس وګړي مړه یا لیوني شوه . د وِجدان او د ضمیر چه سوال راغی . بدره ستا مفکوره ځکه شوه تورنــــه . نن خو فکر د مُضِل او د ضال راغی . *حافظ محمَّد بدر 🌙* *♡ㅤ ❍ ⎙ㅤ ⌲* *ˡᶦᵏᵉ ᶜᵒᵐᵐᵉⁿᵗ ˢᵃᵛᵉ ˢʰᵃʳᵉ*
Image from ↣ فـکري ویښتابه ↢: د عُروج په دنګو څوکو زوال راغی . په اُمَّت د محمَّد ﷺ چي وبال راغی .  ...
❤️ 😢 👍 16

Comments