
↣ فـکري ویښتابه ↢
May 24, 2025 at 03:56 PM
*عالي جناب ﷺ*
ذهن ستړی زړه بېتاب دی ته پوهیږې .
ربه حال مي نن خراب دی ته پوهیږې .
بـــندګانو کي دي زښته ښکلي شته دي .
خـــو دا یو عالي جناب دی ته پوهیږې .
ربه ته هم یې عاشق او زه هم یمه .
زما و ستا یو انتخاب دی ته پوهیږې .
ستـــا د وصل لمن نیسم او دا وایــم .
د مولا یو نوم وَهاب دی ته پوهیږې .
ستـــا په نـــالیدلي مخ مینه یاره .
زما د زړه اُمید شباب دی ته پوهیږې .
وخت د ننګ او د غیرت که په یار راغی .
,,بــدر,, تل پښه په رِکاب دی ته پوهیږې .
*حافظ محمَّد بدر 🌙*
*♡ㅤ ❍ ⎙ㅤ ⌲*
*ˡᶦᵏᵉ ᶜᵒᵐᵐᵉⁿᵗ ˢᵃᵛᵉ ˢʰᵃʳᵉ*
❤️
👍
20