
ښې خبرې
May 18, 2025 at 11:40 AM
نجونې پرېږدئ!
لوڼې له زیاتې موسکا، خبرو او مستۍ مه منع کوئ! پرېږدئ چې وخاندي!
پرېږدئ چې پوښتنې وکړي!
پرېږدئ که کومه ورځ لوڅسر ستاسې مخې ته راشي!
پرېږدئ که کومه ورځ یې په قطغ کې مالکه زیاته وي!
پرېږدئ که ټول کور هم په سر واخلي، څه مه ورته وایئ!
که له وروڼو سره ټوکې، شوخۍ او جګړې هم کوي، کولو ته یې پرېږدئ!
د اسمان لوبې عجیبه وي!
که کله هم د تقدیر پښتنه څپېړه وخوري، نو همدا شهزادګۍ لوڼې موسکا نه، بلکې خبرې کول هم هېروي.
وخت تر ټولو ظالم دی، چې له دوی نه خوښۍ وړي، د سترګو رڼا ترې وړي، تتې سترګې، ګونځې مخ او نمجن باڼه یې پاتې کېږي،
او بیا یې کله هم د ژوند یا خوښیو اُمید نه وي.
نو ای انسانه! ای د حوا زوی!
لوڼې پرېږده چې څو ورځې په خپله خوښه ژوند وکړي،
څو ورځې وخاندي، څو ورځې وانګیري چې زه هم انسان وم، زه هم د ژوند او خوښیو حق لرم!
نجونې مه پلورئ، نجونې مه رټئ، نجونې مه وهئ، نجونې مه لیلاموئ
❤️
👍
13