
🏳️🌎 اطلاعات عمومی افغانستان 🌎🏳️
May 14, 2025 at 12:33 AM
*د روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړولو په موخه ناسته ترسره شوه*
نن د کندوز ولایت په عامې روغتیا ریاست کې د ولایت د مرستیال محترم مولوي حبیبالرحمن صهيب په مشرۍ ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د تفتیش عمومي رئیس، د کندوز د عامې روغتیا رئیس، د دوا او غذا اتحادیو مسؤلينو او د کندوز متخصصو ډاکټرانو ګډون درلود.
د غونډې هدف د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول او د درملو د عرضه کوونکو لپاره د اړینو سپارښتنو وړاندې کول وو. د کندوز ولایت د دوا او غذا اتحادیو مسؤولينو ته سپارښتنه وشوه چې بازار ته باکیفیته درمل وړاندې کړي. همداراز، له ډاکټرانو څخه غوښتنه وشوه چې د ناروغانو د وضعیت له مخې معاینه ترسره کړي، له هغوی سره ښه چلند ولري او یوازې هغه درمل تجویز کړي چې واقعاً اړین وي.
محترم مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهيب په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د افغانستان ولس له سختو شرایطو تېر شوی او اقتصادي وضعیت یې سم ندی. نوموړي ټینګار وکړ چې باید د درملو له لوړ قیمت څخه مخنیوی وشي او همداراز، د تاریختېرو درملو د پلورلو مخه ونیول شي.
په مجلس کې د متخصص ډاکټرانو او د دوا او غذا اتحادیو مسؤولینو خپلې ستونزې او غوښ
