لوی کندهارجنوبی پشتونخواخبروچینل
لوی کندهارجنوبی پشتونخواخبروچینل
May 25, 2025 at 05:12 PM
*د مازل ګلی لار د مسافرو پر مخ خلاصه وه* نن ورځ (یکشنبه) د سپین بولدک کمیساري مربوط د مازل ګلی لار چې په دې وروستیو کې د مسافرو او مریضانو د تګ راتګ پر مخ تړل سوې وه ځینو قومي مشرانو د والي صاحب (حاجي ملا صاحب) څخه د مازل ګلی ایله کیدو غوښتنه کړې وه چې ځینې کسان د پاکستان طرفته او ځینې کسان د افغانستان طرفته بند پاته دي نو د امارت مسئولینو د شفقت او درناوي په وجه د موقت وخت لپاره دروازه خلاصه کړه. او قومي مشرانو ویل چې مونږ ته تاسو لار راکړئ پاکستانیان مونږ ته تکلیف نه راکوي. والي ( حاجی ملا صاحب) د قومي مشرانو غوښتنه ومنله او د دوو ساعتونو د اجازې خبره یې ورته وکړه.. اجازه چې نن ورځ( یکشنبه) ۱۴۴۶/۱۱/۲۷/ هق کال په ورځ ترتیب ورته برابر سوی وو. مسئولینو ترتیب ورته جوړ کړ او دروازه یې ورته خلاصه کړه. د بده مرغه باید ووایو چې پاکستاني لوري خپل ګیټ خلاص نکړ او دروازې ته یې قلف اچولی وو .. یادونه باید وکړو چې مونږ ولس ته هر وخت خدمت کوو او باید ویې کړو ځکه چې د ولس خدمت کول زمونږ مسئولیت دی. په درنښت د سپین بولدک کمیساري ورځ/ یکشنبه کال/ ۱۴۴۶/۱۱/۲۷/ هق
❤️ 👍 😂 😢 14

Comments