غازی میڈیا نیٹورک
غازی میڈیا نیٹورک
May 24, 2025 at 07:04 PM
د یوه مسلمان په ناحقه وینه تویول: د بشریت پر عزت برید دی. اسلام د فطرت دین دی، چې بنسټ یې پر عدالت، امن، او د انسان د حرمت پر اصولو ولاړ دی. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: "چا چې یو بې‌ګناه انسان وواژه، داسې ده لکه ټول انسانیت یې چې وژلی وي." په دې آیت کې د انسان د ژوند حرمت ته دومره لوړ مقام ورکړل شوی چې هر مسلمان باید له ویښ وجدان سره پرې تړاو ولري. موږ د خیبر د باړه تیراه میدان په سیمه کې د هغه دردناکې پېښې پر وړاندې ژور غم، خواشیني او خواخوږي څرګندوو، چې پکې درې ځوانان په ظالمانه ډول ووژل شول. دغه بې‌ګناه ځوانان یوازې د شک یا تور پر بنسټ ووژل شول، پرته له کوم شرعي، اخلاقي یا قانوني ثبوت څخه. دا ظلم یواځې پر مقتولینو نه، بلکې پر ټول انسانیت او وجدان برید دی. کله چې د یو بې‌ګناه انسان وینه تویېږي، یواځې یو بدن نه پرېوځي، بلکې یوه ټوله کورنۍ له منځه ځي، د یوه نسل باور له‌منځه ځي، او ټولنه د نااحساسه بربادۍ خوا ته روانېږي. ناحقه وینه د انسانیت پر ضمیر داسې داغ پرېږدي، چې نه یې وخت ختمولی شي او نه یې خاموشي پرېمنځلی شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د یوه مسلمان وینه، مال او عزت پر بل مسلمان حرام دي." په دې حدیث کې نه‌ یوازې د فردي حقونو ساتنه ده، بلکې د یو سوله‌ييز او باوقاره ټولنې ضمانت هم شته. د خواشینۍ خبره دا ده چې نن ورځ د ظلم لاس اوږد شوی، او د انصاف ژبه غلې ده. د اسلامي تاریخ پاڼې موږ ته دا سبق راکوي چې د ناحقه وینې تویونکي هېڅکله کامیاب شوي نه دي. دوی ته په دنیا کې رسوایي ده او په آخرت کې سخت حساب. په داسې حالاتو کې پر هر ویښ وجدان لرونکي انسان، پر دین غیرت لرونکي مسلمانانو، او انصاف‌ طلبو ادارو باندې فرض دي چې د ناحقه وینې پر وړاندې خپل غږ پورته کړي، او په ځانګړي ډول، په خیبر کې د شوي ظلم پر وړاندې خاموشي ماته کړي او له مظلوم سره ودریږي. که نن مو غږ پورته نکړ، نو دا ظلم به سبا زموږ تر دروازو راورسي. راځئ! راټول شو د ظلم پر ضد او د عدالت په ملاتړ، د شرعي قوانینو حاکمیت، د انصاف تأمین، او د اسلامي ارزښتونو پلي کېدو ته کار وکړو. ای الله! موږ ته توفیق راکړه چې د ظلم پر وړاندې ودریږو، موږ د مظلوم ملاتړ کوونکي وګرځوه، او زموږ ټولنه د عدالت او امن ځای وګرځوه. آمین. غازي میډیا نیټورک 26 ذوالقعدہ 1446 ھ ق  24 مئی 2025 04 جوزا 1404 https://t.me/GhaziMediaPashto
❤️ 😂 4

Comments