
🌷ګټور🌷بنسټیز🌷معلومات🌷
June 11, 2025 at 03:18 PM
💐 رسول اللهﷺ فرمایی نظر کیدل سړې قبر ته داخل لوی او اوښ دیک ته داخل لوی.
رواه صحیح الجامع۴۱۴۴
🌺 رسول اللهﷺ فرمایی کله چی مو اولادونه اوه کلنی ته ورسیږی په بستیرو کی یی سره جلا کړی او کله چی لس کلنی ته ورسیږی د لمانځه پر پریښودولو یی وهی.
رواه صحیح الجامع۴۱۸
🌷رسول اللهﷺ فرمایی چی الله فرمایی ای د ادم زویه ته( پر خلګو) نفقه کوه(مال ښنده) پر تا به نفقه وکړل سی(الله به یی درباندی وکړی).
رواه بخاری۵۳۵۲
🌹رسول اللهﷺ فرمایی مسلمان هغه دی چی نور مسلمانان یی د لاس او ژبی څخه په امن کی وی.
🌻 رسول اللهﷺ فرمایی کله چی په تاسو کی یو په غضب سی نو چپ دی سی.
رواه صحیح جامع۶۹۳
🪻رسول اللهﷺ فرمایی په لمانځه کی د خلګود خبرو څخه هیڅ شې روا نه دی ځکه لمونځ (د الله) پاکی ،او (د الله) لویی بیانول دي او د قرآنکریم تلاوت کول دي.
رواه مسلم ۵۳۷

❤️
👍
😂
25