
🌷ګټور🌷بنسټیز🌷معلومات🌷
June 12, 2025 at 07:59 AM
*له حکیم شخص نه يې پوښتنه وکړه چې عمر دي څومره دی.....؟*
*هغه وویل: په عقل سره او که په بدن سره؟*
*دوئ ورته وویل: په عقل سره!!!!*
*هغه وویل: عمر په عقلونو سره نه قیاس کېږي،*
*هغوئ وویل: په بدن سره....!!!*
*هغه وویل: هیڅ کومه ورځ بدن په عمر دلالت ندی کړی،*
*هغوئ وویل: نو ته تر اوس وخت پوري څومره اوسیدلی یې..!!*
*هغه وویل: په نبض سره او که په نمبرو سره؟*
*هغوئ وخندل ويې ویل: دا ته څه وايې ځه په نمبرو سره،*
*هغه وویل: د نمبرو قانون په زړه نه تطبیقېږي، زړه د بدن عرش دی.*
*هغوئ وویل: په نبض سره!!!!*
*هغه وویل: د خفګان نبض په پېړۍ سره قیاس کېږي او د خوشحالۍ نبض په یوه ثانیه سره...*
*کچېري ما ته د خوشحالۍ ساعتونه یاد وای نو نمبري به مي جمع کړي وای،*
❤️
❤
👏
10