🌷ګټور🌷بنسټیز🌷معلومات🌷
🌷ګټور🌷بنسټیز🌷معلومات🌷
June 12, 2025 at 03:24 PM
*د یوه صحابي د تقوا او عدل کیسه:* *وایي، یو وخت یې خپل خادم ولېږی چې یو ښه اس ورته وپېري، خادم یې اس وپېری، چې کور ته یې راوست، صحابي د بیې پوښتنه وکړه، چې کله یې بیه واورېده، ویې ویل: دا اس دومره بیه نه لري، تر دې زیاته بیه لري! خادم یې رهي کړ او بیرته یې د اس خاوند پیدا کړ، هغه ته یې نوري اضافه پیسې ورکړې، کله چې بیرته رارهي شول، خادم یې ورته وویل: خلک د مال او څیزونو په ټیټه بیه رانیولو خوشالېږي او هڅه کوي، چې څومره یې وس وي، هغومره یې ارزانه واخلي، خو تا هغه سړي ته بیرته نورې پیسې ورکړې!* *صحابي ورته وویل: په دي کي دوې خبري دي؛ کېدای شي د اس خاوند د دغه اس په ښېګڼو نه و خبر او په تېروتنه کي یې ارزانه درکړی وی، یا هم کېدای شي ډېر مجبوره و، پیسو ته یې اړتیا وه، نو ځکه یې ارزانه پلورلی،* *په دواړو صورتونو کي زما لپاره دا مناسبه نه وه، چې دا سودا مي کړې وای، نه د هغه سړي له تېروتني او نه له مجبوریته ګټه اخیستل خوند راکوي!* *ځکه ما د رسول الله ﷺ پر لاس د هر مسلمان لپاره د خیرخواهۍ بیعت کړی دی.*
❤️ 👍 18

Comments