8AM MEDIA
8AM MEDIA
June 12, 2025 at 08:51 AM
د کابل یو شمېر اوسېدونکي ځینې ډاکټران، درملتونونه، لابراتوارونه او تشخیصه مرکزونه تورنوي چې ډېرې پیسې اخلي او په ناروغانو سوداګري کوي. دوی وايي، دغه کار پر روغتیايي نظام په ځانګړي توګه پر ډاکټرانو د خلکو باور کم کړی دی. له دې سره هممهاله، ځینې تشخیصه مرکزونه تاییدوي چې یو شمېر ډاکټران د ناروغانو د معرفي کولو په بدل کې تر ۵۰ سلنې پورې پیسې اخلي. د کابل دغه اوسېدونکي په ځینو روغتونونو او لابراتوارونو کې د ځینې ډاکټرانو له لوري د ډېرو پیسو پر اخیستو او ناوړه ګټنې سخته نیوکه کوي او وايي، په ډېرو مواردو کې ډاکټران د خپلې شخصي ګټې لپاره د غیر ضروري معایناتو او درملو سپارښتنه کوي. نادره د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، کله چې ناروغه شي، د معایناتو د لوړ لګښت له امله ډاکټر ته د تلو توان نه لري. هغه زیاتوي، د لابراتواري معایناتو بیه ان د درملو او د ډاکټر د معاینې له فیسه هم لوړه ده. نادره وايي، له هغه وخت راهیسې چې اورېدلي یې دي ځینې ډاکټران د لابراتوار او ایکسرې له څانګو فیصدي اخلي، د درملنې پر بهیر یې باور کم شوی دی. د هغې په وینا، اوس که رښتیا هم د معاینې اړتیا وي، دا ذهنیت رامنځته کیږي چې ډاکټر د خپلې شخصي ګټې لپاره د هغې سپارښته کړې ده. نور ولولئ... https://8am.media/ps/trading-in-peoples-pain-patients-wandering-between-doctors-and-laboratories/

Comments