
8AM MEDIA
June 12, 2025 at 09:42 AM
۸صبح، کابل: د امریکا د مرکزي قوماندانۍ « سنټکام» قوماندان مایکل کوریلا وايي، طالبانو د پاکستان په همکارۍ د داعش د خراسان څانګې لسګونه غړي وژلي دي.
مایکل کوریلا د چهارشنبه د غبرګولي پر ۲۱مه، په یوه وینا کې ویلي، داعش خراسان په تېرو میاشتو کې درنې ضربې خوړلي او د دې ډلې جنګیاليو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو ته شاتګ کړی دی.
د هغه په وینا، طالبانو د پاکستان په همکارۍ د داعش لسګونه غړي وژلي دي او پاکستاني ځواکونو د امریکا د استخباراتو په مرسته د داعش پنځه لوړ پوړي غړي نیولي دي، چې د کابل د هوايي ډګر د بمي برید عامل “جعفر” هم پکې شامل دی.
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/centcom-commander-taliban-killed-dozens-of-isis-members-with-pakistani-cooperation/