8AM MEDIA
8AM MEDIA
June 12, 2025 at 10:36 AM
د راپورونو له مخې، د اېرانډیا هوايي شرکت یوه الوتکه چې ۲۴۲ مسافر یې لېږدول، د هند په لوېدیځ کې د احمدآباد ښار هوايي ډګر ته څېرمه غورځېدلې ده. هندوستان ټایمز پنجشنبه د جون پر ۱۲مه راپور ورکړی چې تر اوسه د دې پېښې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه نور جزئیات نشته. د راپور له مخې، د ایرانډیا هوايي شرکت ای ‌آی ۱۷۱ډوله الوتکه نن له احمدآباد ښاره د لندن ګاټویک هوايي ډګر پر لور الوتنه کړې وه. په راپور کې راغلي، په الوتکه کې د سپرو کسانو د ژوندي پاتې کېدو امکان ډېر کم دی. له بلې خوا، د هند لومړي وزیر نرېنډرا مودي د دې پېښې د هراړخیزې پلټنې امر کړی دی. دا الوتکه له الوتنې څو شېبې وروسته، د احمدآباد هوايي ډګر ته څېرمه غورځېدلې ده. تر اوسه د دې الوتکې د غورځېدو لامل نه دی څرګند شوی او چارواکي وايي، د ژغورنې عملیات په چټکۍ سره روان دي. #٨صبح_ورځپاڼه
Image from 8AM MEDIA: د راپورونو له مخې، د اېرانډیا هوايي شرکت یوه الوتکه چې ۲۴۲ مسافر یې لې...

Comments