
پوليس راډیو/Policeradio.af
June 3, 2025 at 11:31 AM
د خوست ولایت موسی خيلو ولسوالۍ اړوند د غلنګ سيمې په مربوطاتو کې به لوی او مهم پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
ياد پل چې چارې یې تقريبا ٩٥ سلنه سرته رسیدلي دي، نن ورځ یې د خوست ولایت والي مولوي عبدالقیوم روحاني په لارښوونو او مالي ملاتړ، د ټولګټو چارو ریاست مسؤولینو له لوري د تحڪیم ڪارۍ او شا ډڪون چارې ترسره شوې. د يادونې وړ ده، چې دغه پل په خوست کې يو له مهمو پلونو څخه ګڼل کېږي، چې په بنسټیزه او معياري بڼه ډيزاين او جوړ شوی، چې ډير ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
#پولیس_راډیو
