پوليس راډیو/Policeradio.af
June 12, 2025 at 06:47 AM
*د ننګرهار ولایت د امنيه قوماندانۍ ویاند سید طيب حماد وایې چې د جلالاباد ښار څلورمې امنیتي حوزې منسوبینو درې تنه وسلهوال غله هغه مهال نیولي، چې غوښتل یې له عامو خلکو څخه د توفنګچې او چاقو په وسیله پیسې، موبایلونه او قیمتي توکي غلا کړي.*
*د حماد په وينا نیول شویو غلو سره پريس موټر هم نيول شوی دی.*
*نوموړی وایې یاد کسان دا مهال د څېړنو لاندې دي، او له بشپړو قضايي پلټنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.*
*#پولیس_راډیو*