نیمګړي هیلي💔😥
نیمګړي هیلي💔😥
May 17, 2025 at 01:47 PM
بي بي سي فارسي یو خبر کې لیکلي چې له غ؛زې، دوه زره ماشومان د درملنې لپاره اردن ته انتقالېږي، جالبه دا ده چې دا انتقال د امریکا په ملاتړ او د اسر'یی-لو او اردن په مرسته کېږي. خبر کې یې جالبه دا هم کړې، لیکلي یې دي: "دا ماشومان د هیلکوپترو په وسیله د غ؛زې له وحشت، جنګ او درده خلاص شوي دي!" په زخمونو مالګې دوړول دغسې وي، ګواکې اسر'یی-ل هم د غ؛زې ماشومان له وحشته ژغوري او دا وحشت دوی نه دی جوړ کړی!! کله چې میلیاردونه انسانان په محدودو جغرافیو کې زنداني وي، نو خود به مو د عربي ټاپوزمې معززې تورسرې معاصر فرعون ته ګډېږي او مشران به یې د دوسۍ دا ننداره د ديپلوماتیکو اړیکو مډرن شکل معرفي کوي! موږ سخت لوېدلي یو، خو غضب دغه دی چې خپل لوېدل هم نه درک کوو او نه د ولاړېدو لپاره کوم فکر راسره شته! #ناوک
❤️ 2

Comments