ANP District Korangi Social Media
ANP District Korangi Social Media
May 31, 2025 at 05:40 AM
اے پښتنو اے لېونو پښتنو اے تس نس شوے پرګنو پښتنو رازئ چی کور کښی مرکه شو سره ده سيالۍ وخت دے چې جرګه شو سره دنيا بدليږي ورته ځان بدل کړو دغه ده ظلم زوړ جهان بدل کړو ګرانو پښتنو، درنو خوېندو او وروڼو! د مائنز او منرلز بل په اړه زمونږ تحريک د اول جون نه دوېم پړاؤ ته داخلیږي. په دې لړ کښې، مونږ تر دې دمه خپلې مشاورتي غونډې وکړې، او په ضلعي او صوبایي کچه مو اے پي سیز هم ترسره کړې. اوس، له اول جون نه زمونږ احتجاجونه د کليوالو شوراګانو (وېلج کونسلونو) په کچه شروع کېږي. مونږ تمه لرو چې ټول بااحساسه پښتانه، په ځانګړي ډول هغه څوک چې د خپلو وسائلو د لوټ په وړاندې فکرمند دي، پکښې فعاله برخه واخلي. زمونږ دا جدوجهد به تر هغه وخته جاري وي، تر څو چې په اصل معنو کښې د اتلسم آئيني ترمیم عملي کېدل يقيني نه شي. راځئ چې په یو غږ، په یو قدم، او د یو هدف لپاره ودرېږو – د خپلو وسائلو، حقونو او مستقبل د ساتنې لپاره! ‏زما وطن د سرو او سپينو نه ډک زه مزدورو پسې بهر ګرځمه زه يو پښتون خانه بدوش د وطن کډه په سر او در په در ګرځمه زه په ګناه او ثواب څه پوهېږم په جنتي خاوره نهر ګرځمه #aimalwalikhan #anp #awaminationalparty #حقوق_یا_آزادی
Image from ANP District Korangi Social Media: اے پښتنو اے لېونو پښتنو  اے تس نس شوے پرګنو پښتنو رازئ چی کور کښی مرکه...

Comments