
🩺اسلام اوطبابت🔬
May 27, 2025 at 10:41 AM
*✍️ بې اولادي لاملونه ، حل لارې او د نارینه وو رول :*
> د اولاد نه درلودلو لاملونه :
🔲 د نارینه لاملونه :
1 : ضعیف سپرم : د سپرم شمېر کم وي یا تحرک یې کمزوری وي .
2 : سپرم ته زیان رسونکي عوامل : سګرټ ، الکول ، مخدره مواد ، چاغښت ، او دوامداره سټریس معنی تشویش .
3 : هورموني ستونزې : د ټیسټوسټیرون کمښت .
4 : فزیکي خنډونه : د سپرم د انتقال لارې بندیدل ( لکه واریکوسیل ) .
5 : جینیتیکي ستونزې : ځینې ناروغۍ چې له پلار څخه ماشوم ته انتقالېږي .
🔲 د ښځو لاملونه :
1 : د تخمدان (Ovaries) ستونزې : لکه پولی سیسټیک تخمدانونه ( PCOS ) .
2 : هورموني اختلالات : د ایسټروجن او پروجیسټیرون نامتعادل کچه .
3 : د فلوپین ټیوبونو بندښت : د هګۍ د انتقال مخه نیسي .
4 : عمر : د ښځو د تولیدي قدرت تر ټولو لوړ عمر 20 ــــ 35 کلونو کې وي .
5 : اندومتریوسېس : د رحم د داخلي پردې ستونزې .
🔲 د نارینه او ښځینه رول په اولاد راوړلو کې : 50 فیصده د نارینه ستونزې دي او 50 فیصده د ښځو ستونزې دي . یعني که یوه جوړه اولاد نشي درلودلی ، نو باید دواړه معاينه شي ، نه دا چې یوازې ښځه ملامته شي .
🔲 د نارینه سپرم اړوند تفصیلي معلومات :
*✅ د نارمل سپرم ځانګړتیاوې :*
1 : شمېر : هر میلی لیتر مني کې باید 15 میلیونه یا زیات سپرم وي .
2 : حرکت: لږ تر لږه 40 % سپرم باید فعاله حرکت ولري .
3 : شکل : لږ تر لږه 4 فیصده % یې باید صحي بڼه ولري .
4 : د ژوند موده : باید لږ تر لږه 72 ساعته ژوندی پاتې شي .
🔲 کوم سپرم د اولاد راوړلو وړ نه دی ؟
1 : ❌ کم شمېر سپرم ( Oligospermia ) : د سپرم مقدار کم وي .
2 : ❌ حرکت نه درلودونکی سپرم ( Asthenospermia ): سپرم خوځښت نه لري .
3 : ❌ غیر نورمال شکل لرونکی سپرم ( Teratospermia ) : د سپرم بڼه غیر نورماله وي .
4 : ❌ سپرم نه شتون ( Azoospermia ) : په مني کې سپرم نه وي .
🔲 د حل لارې د نارینه لپاره :
📚 طبیعي خوراک ( مغذي خواړه ، لکه مغزیات ، شات ، خرما ، لبنیات ) . ورزش او د وزن کنټرول . له سګرټو ، الکولو او مخدره موادو ډډه کول . د سټریس کمول او ښه خوب کول . د ټسټوسټیرون د کچې معاينه کول .
د حل لارې د ښځو لپاره :
📚 هورموني تعادل ساتل . منظم حیض ته توجه کول . د تخمدان روغتیا ساتل . د فلوپین ټیوبونو معاینه کول .
📢 که یوه جوړه د 12 میاشتو یا 1 کال څخه زیات د اولاد څخه ب برخې وي نو زر تر زره بايد خپل علاج وکړي
مننه

👍
❤️
5