
🩺اسلام اوطبابت🔬
May 29, 2025 at 04:47 PM
جالب ده ویی لوله💁🏻♂️
شهر ناپرسان نوم به مو اوریدلی یی
دا د کال ۲۰۰۳ کیسه ده. پیغله جایس وینسنټ د شمالي لندن په یو اپارتمان کې یوازې اوسیده چې یو شپه د تلویزون کتو په مهال د ساه لنډۍ یا استما حمله پرې راغله او جلۍ هم هلته صوفه کې مړه شوه. تلویزون هغسې چالان پاتې شو….
کور ته ېې پوسته هغسې راتله. د کور کرا او د نورو وسایلو مصارفو بلونه ېې د بانکي اکاونټ نه اتومات وتل.
ډېرې ورځې تېرې شوې. خو هیچا هم د هغې مرګ احساس نه که. ورځې په هفتو او هفتې په میاشتو بدلې شوې. او جلۍ هغسې مړه ناسته وه. د هغې د کوټې خوا ته عمومي کثافت داني یا ټریش کېن پروت و. نو چا ېې د مړي د بوي فرق هم نه محسوسوه. دې بلډینګ کې به تل د ماشومانو او ځوانانو شور و. نو چا د جلۍ د کوټې چالان تلویزون غږ هم نه اوریده
اخر یو ورځ د هغه بانکي حساب کې پیسې ختمې شوې. د اپارتمان مالک ته مسلسل شپږ میاشتې کرا یه ونه رسیده. نو حکومت ته ېې شکایت وکړو. حکومت ورته د اخطار خطونه ولیږل دې کې هم څو نورې میاشتې تېرې شوې او بیا هم د جلۍ لخوا کوم جواب رانغی نو حکومت ورپسې پولیس ولیږل چې په زوره ېې د کوره وباسي
کله چې پولیس د کور دروازه ماتوي او وزننوځي نو ګوري چې یو سکلیټن ډهانچه د تلویزون مخې ته ناسته وي.
د ۲۰۰۳ کال مړی ۲۰۰۶ کې راوباسي او تلویزون هم بند کړي……

😢
😮
😂
8