
🩺اسلام اوطبابت🔬
June 1, 2025 at 12:25 AM
د قربانۍ مختصر أحكام ! لطفًا شېر يې کړﺉ ترڅو ټولو ته معلومات حاصل سي
*لَنْ يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِنْ يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنْكُمْ*
(سورة الحج ۳۷)
دا چې قرباني د اسلام له شعایرو څخه یو ستر شعار دی ،
د الله تعالی له پېرزوينو څخه یوه لويه پیرزوینه ده
د *ابراهیم علیه السلام*
له سنتو څخه یو محکم سنت عمل دی،
لوی خیر او برکت په کې دی ،
مسلمان ته پکار دي چې په دې اړه زیات کوښښ وکړي
چې دغه عبادت په عادت بدل نشي بلکې ټول شرعي احکام په کې مراعت شي او احکام یې په اختصار سره په لاندې ډول دي :
محتوی:
1. د قربانۍ پیژندنه:
2. د قربانۍ حکم :
3. د قربانۍ مشروعیت
4. د قربانۍ فضیلت:
5. د قربانۍ د لزوم شرطونه:
6. د قربانۍ د صحت شرطونه:
7. د قربانۍ لپاره غوره حیوان:
8. قربانی د یو کس له ټول کور څخه:
9. قربانۍ کې مشارکت:
10. قربانۍ د غوښی حکم:
11. قرباني د مړي څخه :
12. د قربانۍ آداب :
*دقربانۍ پیژندنه* :
لغة
د قربانۍ عربي لفظ "اضحیه " ده
چې جمعه یې اضاحي راځي .
امام اصمعي وایی په دې کې څلور لغات دي
"الأُضْحِيَّةُ" " الاِضْحِيَّةُ"
چې جمعه یې " أَضَاحِيُّ" ده
دریم لغت "ضحیة" ده چې جمعه یې " اَضاحیٌ " ده
څلورم لغت "أضحاةٌ" ده چې جمعه یې "أضحی" ده او اضحیه ورته ځکه وایې چې په وخت د ضحی کې تر سره کیږي او مطلب ترینه همغه حیوان دی چې ذبحه کیږي.
اصطلاح کې:
قرباني ذبحه کول د خاص حیوان( اوښ ،غوایه ، پسه ) دي په خاصو ورځو
(د لوی اختر - ایام تشریق)
کې فقط الله ته د نزدېکت په خاطر چې همدغه نزدېکت مطلوب دی لدې عبادت څخه .
*قُلْ إِنَّ صَلاَتِى وَنُسُكِى وَمَحْيَاىَ وَمَمَاتِى للَّهِ رَبِّ الْعَلَمِينَ * لاَ شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَاْ أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ* .
*ژباړه* :
ووايه ، زما لمونځ ، زما د عبادت ټول مراسم زما ژوند او زما مرګ هر څه د الله رب العلمين لپاره دي
*د قربانی حکم* :
د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه او شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله له نظره د قربانۍ حکم واجب دی چې په همدې نظر یو روایت د امام مالک او امام احمد څخه هم نقل شوی .
جمهور علماء په دې نظر دي چې د قربانۍ حکم سنت مؤکد دی
او همدا مذهب د امام شافعی او مشهور قول د امام مالک او امام احمد دی .
*د قربانۍ مشروعیت* :
د قربانی مشروعیت ثابت دی د قرآن ، حدیث او اجماع د امت څخه .
*قرآن کریم* :
*وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا لِّيَذْكُرُواْ اسْمَ اللَّهِ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِّن بَهِيمَةِ الاْنْعَمِ فَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَحِدٌ فَلَهُ أَسْلِمُواْ وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ*
*ژباړه* :
د هر امت لپاره مونږ د قربانۍ يوه کړنلاره ټاكلې ده تر څو چې (د هغه امت ) وګړي په هغو څاروېو باندې د الله نوم واخلي چې هغه ورته په برخه کړي دي
( په دغو بېلابېلو لارو كښې هدف هماغه يو دى)
نو ستاسې خداى ايک يو دى او تاسې د هغه د امر اطاعت وکړئ
او اى پېغمبره زيرى ورکړه د عاجزۍ چلند غوره كوونكو ته .
*حدیث* :
ابن عمر ر ض روایت دی: *أقام النبي صلى الله عليه وسلّم بالمدينة عشر سنين يضحي* .
عبدالله بن عمر رضی الله عنه وایی
چې نبی ﷺ په مدینه کې لس کاله تیر کړه او قرباني به یې کوله.
*اجماع دامت* :
قربانۍ د مشروعیت په اړه اسلامي امت ټول په یوه خوله دی چې قرباني د اجر او ثواب لپاره یو مشروع عمل دی.
*دقربانی فضیلت* :
له عایشی ر ضی الله عنها څخه روایت دی چې نبی ﷺ فرمایلي:
*ما عمل آدمي من عمل يوم النحر أحب إلى الله من إهراق الدم*
الله تعالی ته د قربانۍ په ورځ د انسان بل هیڅ عمل له قربانۍ ډیر زیات محبوب ندی.
*دقربانی دلزوم شرطونه* :
ټول فقهاء په دې اتفاق لري چې قرباني په مسلمان عاقل بالغ مقیم او قادر لازمه ده ،
اسلام عقل او بلوغ د ټولو عباداتو د لزوم شرط دی او په مسافر قرباني نشته
ځکه ابوبکر او عمر رضی الله عنهما به چې کله په سفر کې وه قرباني به یی نه کوله
او علي رضی الله عنه وایی *ليس على المسافر جمعة ولا أضحية*
په مسافر سړی نه د جمعې لمونځ شته او نه قرباني
او همدا مذهب د امام ابوحنیفه ر حمة الله علیه دی.
*قرباني په هغه چا لازمیږي* چې اضافه قدرت ولري ، چې دغه اضافه قدرت د *امام ابوحنیفه رحمة الله علیه* له نظره عبارت دی د نصاب له پوره والي
او د ضرورت له نشتوالي څخه یعنی چې سړی به مالک د نصاب وي چې (۲۰۰) درهم یا (۶۳۰) ګرامه سپین زر چې اوس وخت کې (44100) څلور څلویښت زره سل افغانۍ او د ده او دکورنۍ له ضرورتونو (جامې، مسکن، خوراک څخه به اضافه وي چې لدې وروسته قرباني پرې لازمه ګرځي
*د قربانۍ د صحت شرطونه* :
د قربانۍ د صحت لپاره په حیوان کې لاندې امور شرط دي .
*قربانی به له بهیمة الانعام څخه وي* :
د بهیمة الانعام څخه مطلب
(اوښ ، غویا، پسه) دي
د قرآن کریم پدې آیت کې :
*وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا لِيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَلَهُ أَسْلِمُوا وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ*
*ژباړه* :
د هر امت لپاره مونږ د قربانۍ يوه کړنلاره ټاكلې ده تر څو چې (د هغه امت ) وګړي په هغو څاروېو باندې د الله نوم واخلي چې هغه ورته په برخه کړيدي
(پدغو بېلابېلو لارو كښې هدف هماغه يو دى)
نو ستاسې خداى ايك يو دى او تاسې د هماغه د امر اطاعت وکړئ او اى پېغمبره زيرى ورکړه د عاجزۍ چلند غوره كوونكو ته .
په اتفاق د امت سره له بهیمی څخه مطلب هم دغه درې حیوانات دي چې یاد ونه یې شوي .
*سلامتیا د حیوان* :
سلامتیا د حیوان ده له هغه عیبونو څخه چې مانع د قربانۍ ګرځي لکه :
1. څرګند ړوندوالی
2. څرګند ګوډوالی
3. څرګند خواروالی
4. څرګنده مرض چې ژوند ته نقصان وي او یا غوښه خرابه کړې وي
5. زوړوالی چې په وجه یې دهډوکو ماغزه له منځه تللې وي .
6. د غوږ او یا ښکر د زیاتی برخی پریکیدل
چې نبی ﷺ فرمایی :
*أربعة لا تجزئ في الاضاحي* :
*العوراء البين عورها*
*والمريضة البين مرضها*
*والعرجاء البين ظلعها*
*والعجفاء التي لا تنقي* .
*سن / عمر د حیوان* :
د قربانۍ د حیوان لپاره د عمر بشپړتیا ضروري ده
لکه حدیث کې چې راغلي دي:
*لا تذبحوا إلا مسنة إلا أن تعسر عليكم فتذبحوا جذعة من الضأن*
تاسی مه حلالوئ مګر هغه حیوان چې عمر یې پوره کړی وي او د ضرورت پر وخت له پسه څخه جذعه هم حلالولای شي .
د اوښ د قربانۍ لپاره د عمر اندازه د پنځو کلو بشپړه کیدل او په شپږم كال کې داخلیدل.
د غوایې دقربانۍ لپاره دعمر اندازه د دوه كلو بشپړه کیدل
او په دریم كال کې داخلیدل.
د پسه او بزې دقربانې لپاره د عمر اندازه د یو كال بشپړه کېدل او په دوهم كال کې داخلیدل .
البته که پسه د ضرورت پر وخت شپږ مياشتنی هم وي روا کېږي.
*دقربانۍ وخت* :
قربانۍ د تر سره کولو لپاره ځانګړی وخت تعین شوی چې له هغې پرته په نورو وختونو کې نه کېږي چې هغه د تشریق ورځي دي (داختر داولی ورځی داختر لمانځه وروسته )
چې مخکې له مانځه نه صحیح ګیږي لکه حدیث کې چې ذکر دي :
*من ذبح قبل الصلاة فإنما هو لحم قدمه لأهله وليس من النسك في شيء*
څوک چې له مانځه وړاندې قرباني وکړي دا دهغه لپاره غوښه ده چې مینه یې کور ته ولیږله او په قربانۍ کې هیڅ نه حسابیږی .
البته د اختر دوهمې او دریمې ورځې سره شپې شاملې دي )
البته د شپې حلاله یو مکروه عمل دی ،
او له دریمې ورځې وروسته بیا قرباني نه کېږي .
*دقربانی لپاره غوره حیوان* :
1 لومړی غوره اوښ دی د یو کس لپاره
2 دوهم غوره غویه دی د یو کس لپاره .
3 دریم غوره پسه دی دیو کس لپاره.
4 څلورم بیا اوښ دی د اوو کسانو لپاره
5 پنځم بیا غویه دی داوو کسانو لپاره.
البته مذاهب په دې اړه نظریات لري
چې امام ابوحنیفه ر حمة الله علیه له نظره د غوښې ډیر والی معتبر دی چې فقیر ته ګټور تمامیږي.
او په ټولو حیواناتو کې غوره نر حیوان دی .
*د یو کس قرباني له ټول کورڅخه* :
کله چې دیو کور څخه یو تن قرباني وکړی دکور د ټولو افرادو لپاره ژوندي وي او که مړه وي کفایت کوي
البته که ټول غنیان وي هر یو به جلا جلا قرباني کوی
لکه عایشه رضی الله عنها چې روایت کوی نبیﷺ یو پسی راوسته او ماته وویل :
*يا عائشة هلمي المدية* (أي أعطيني السكين)
*ففعلت ثم أخذها وأخذ الكبش فأضجعه ثم ذبحه* (أي أخذ يستعد لذبحه)
ثم قال:
*بسم الله، اللهم تقبل من محمد، وآل محمد، ومن أمة محمد ثم ضحى به*
یا عایشې ماته چاړه راکړه بیا مې هغه ته چاړه ورکړه او پسه یې دحلالې لپاره څملاوه او بیا یې وویل:
بسم الله ، یا الله ته یی له محمد او آل د محمد او امت د محمد څخه قبوله کړئ بیا قرباني وکړه .
*قربانۍکې مشارکت* :
اوښ او غويې کې له یو زیات تر (7) تنو پورې شراکت کولی شي
چې پدې اړه د جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې مونږ په حدیبیه کې د نبي ﷺ سره قرباني وکړه چې په اوښ اوه تنه او هم په غويې اوه تنه شریک و. *نحرنا مع النبي ﷺ بالحديبية البدنة عن سبعة والبقرة عن سبعة* .
*د غوښې حکم* :
قرباني کونکې ته جایزه چې پخپله له خپلې قربانۍ څخه خوراک وکړئ
او نورو ته هم ورکړئ لکه د قرآن کریم پدغه آیت چې دا خبره واضحه شوی:
*فَكُلُواْ مِنْهَا وَأَطْعِمُواْ الْبَآئِسَ الْفَقِيرَ*
خپله هم ترې خوراک وکړئ او سوال کونکې او فقیر ته هم ورکړئ.
له عایشی رضی الله عنها څخه روایت دی چې نبی ﷺ وفرمایل:
*كلوا وادخروا وتصدقوا* .
فقیر او اړمنو خلکو ته له ورکړې وروسته د ځان لپاره ساتل هم جواز لري.
چې فقهاء په دې اړه وایې غوره په توزیع کې دا ده
چې یوه برخه خپله وخوري
دوهمه برخه دوستانو ته هدیه کړي
او دریمه برخه اړمنو ته ورکړي او کله چی ستا برخه ستا له خوراک څخه زیاته شي بیا کولای شی چې وساتئ .
خو ځما په نظر موجوده (سږکال 1403هـ ش) حالاتو کې چې د اړمنو ضرورت زیات دی د فقر لمن پراخه شوې باید له ساتلو یې ډه ډه وشي
چې همدا خبره د ولږې په کال د نبی ﷺ له وینا او عمل هم په ډاګه ده
چې خلک د قربانۍ د غوښو له ذخیره کولو منعه کړي وو .
*مړي ته قرباني کول* :
له مړي ته قرباني کول به له دوه حالاتو څخه خالي نه وي :
1 یو حالت دا چې مړي به په خپل ژوند کې وصیت کړی وي چې ځما له مرګ وروسته ما لپاره قرباني وکړئ
دا ډول قرباني جایز ده او خوراک یې جایز ندی چې دا د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه نظريه ده .
2 بل حالت دا دی چې ژوندی د تبرع په ډول مړي ته د ثواب په نیت قربانی وکړي پدې صورت کې یی له غوښې څخه استفاده د عامې قربانۍ په څیر کولا شي .
*قربانی اداب* :
1. غوره او بهتره دا ده چې سړی په خپل لاس قرباني حلاله کړي.
2. د قربانی څخه به هیڅ شی نه خرڅوي ، البته د څرمنې په اړه
*امام ابوحنیفه رحمة الله علیه* وایي که څرمنه یې خرڅه کړه پیسې دې صدقه کړي .
3. له قربانۍ څخه به هيڅ شی قصاب ته د مزدورۍ په مقابل کې نه ورکوي .
4. کله چې د ذو الحجې میاشت داخل شي قرباني کونکی دې نوکان ویښتان نه لرې کوي .
5. حلاله به عاقل بالغ ممیز سړی تر سره کوي.
6. د حیوان په وړاندې به د حلالی وسایل نه ښکاره کوي .
7. د حلالې پر وخت به *بسم الله، الله اکبر* وایی او د إجابت سوال به کوي .
8. د حلالې آله به ښه تیره کوي تر څو حیوان تکلیف نشي .
9. که حیوانات له یو زیات وي یو به د بل په وړاندې نه ذبحه کوي.
10. وروستۍ خبره دا ده چې قرباني یو عبادت دی دعادت په شکل باید تر سره نشی .
*یادونه* : پورتنۍ موضوع د فقهې حنفي په رڼا کې واضح او څېړل شوې ده .
واللہ اعلم باالصواب N 》☆☆
👍
1