
🩺اسلام اوطبابت🔬
June 4, 2025 at 02:33 PM
تشویش او اندیښنه کول په معده او کولمو کوم ډول اغېزې لري؟
تشویش او اندیښنه په معده او کولمو ژورې اغېزې لري. دا اغېزې د "دماغ ــ کولمو" اړیکې له لارې ترسره کیږي چې لاندې ناوړه اغېزې رامنځته کوي.
۱.د هاضمې ګډوډي:
تشویش د معدې حرکت ورو کوي یا چټکوي
خواړو ښه نه هضم کېږي
داسې احساس رامنځته کوي لکه ډبره په معده کې پرته وي یعنې د معدې دروند والی احساسوي.
۲. د تېزابو زیاتوالی:
د سینې یا ټټر سوځېدل
ستوني یا مری ته د تېزابو راختل
د معدې د زخم خطر زیاتوي
۳. د معدې دردونه:
دوامداره خفیف یا شدید دردونه
د د زړه بدوالي احساسول
د اشتها نه لرل
۴. د کولمو ګډوډ حرکات:
ډېر تېز حرکات اسهال رامنځته کوي
ډېر ورو حرکات قبضیت رامنځته کوي
یا هم کله قبضیت کله اسهال په نوبتي ډول دواړه رامنځته کیږي
۵.د IBS (Irritable Bowel Syndrome) تشدید ېدل :
تشویش د IBS ناروغانو لپاره تر ټولو مهم محرک ګڼل کیږي چې لاندېعلایم لري.
نس ناستې یا قبض
د کولمو درد
د نس باد
۶.د کولمو د حساسیت زیاتوالی:
تشویش او اندیښنې له امله په کولمو او معده کې کوچنۍ ستونزه دېره غټه احساس کیږي دغه ستونزه نارمل کسانو ته هیڅ یا ډېره کمه احساسیږي
۷. تغذيوي اغېزې:
تشویش اشتها کموي یا زیاتوي
ممکن انسان خواړه لږ یا ډېر وخوري، چې دا بیا په معده او کولمو منفي اغېز کوي
کولای شي وزن کم یا زیات شي
۸. نورې اغېزې:
د معدې ګازونه او باد لرل
تشناب ته د تللو اړتیا ډېرېدل
د معدې او کولمو د عضلاتو سپزم یا ناارامي
طبي سپارښتنې:
1. ذهني درملنه (Psychotherapy)
2. تنفسي تمرینونه او مراقبه:
د ذهني آرامتيا تمرینونه د معدې/کولمو درد کموي
3. د غذایي نظم رعایت:
سپک خواړه خوړل
له تېزو مصالحو او کافيین څخه ځان ساتل
4. درمل:
د اړتیا په صورت کې د ډاکټر له خوا د تشویش، اندېښنې یا IBS لپاره خاص درمل توصیه کيږي

👍
3