🚨 تازه خبرونه🎙️ثمرگل افغان🚨
🚨 تازه خبرونه🎙️ثمرگل افغان🚨
June 5, 2025 at 03:47 PM
*🚨خبرونه، پنج شنبه 1404/3/15* *⭕کندهار کي له ۳۵۰ کارګرو سره نقدي مرسته شوې.* *⭕پاکستاني پولیسو افغان خبریال نصیر بهروز نیولی دی.* *⭕خوست کې د غلو درې کسيزه وسله واله ډله نیول شوي.* *⭕کندهار له زندانه د اختر په مناسبت ۲۶۰ کسان آزاد شوي.* *⭕پنجشېر کې د غواګانو د غلا په تور درې کسان نيول شوي.* *⭕افغانستان او عراق ترمنځ د سفارتونو په بیا پرانيستلو خبرې شوي.* *⭕لغمان کې د دوه کورنیو ترمنځ ۲۴ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه.* *⭕پکتيکا په تروې ولسوالۍ کې انټرنېټي او مکالماتي خدمتونه پيل شول.* *⭕نورستان کې ۱۰۲ يتيمو ماشومانو ته اختريز کالي او لونګۍ وويشل شوې.* *⭕کندهار کي د جوزا میاشتي پر ۲۹ نېټه د کانکور عمومي ازموینه اخیستل کېږي.* *⭕ټرمپ امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ورتک بندیز ولګاوه.* *⭕‏خېبر پښتونخوا نوښار کې د کورنۍ شخړې له امله یوې نیا خپل درې لمسیان په زهـ،ـرو و،ژ،لي دي.* *⭕کندهار کې سبا جمعه تر یوې بجي د عزیزی بانګ رسمیات شته دي ښوونکي او مامورین دي خبر وي.* *⭕بادغیس قادس ولسوالۍ کې د مزمل په نوم یو کوچنی ماشوم په څاه کې غورځېدلی او مـــ،ـړ شوی.* *⭕ننګرهار کې د محمدي صاحبزاده لېسې ۳۲۵ فارغانو یو ځل بیا خپلې جامې بې وزله زده کوونکو ته ډالۍ کړي.* *⭕جنرال غلام علي وحدت وایې افغانستان امن دی، ټول تللي افغان پوځیان دې بېرته راشي، وحدت جمهوریت کې د بامیانو والي وه.* *⭕کوزې پښتونخوا د خیبر په ګودر سیمه کې د پاکو اوبو څاه په سر د دوه ګاونډیانو ترمنځ شخړه کې د یوې میرمنې په ګډون څلور تنه و،ژ،ل شوي، په و،ژ،ل شویو کسانو کې دوه وروڼه هم شامل دي.* *⭕غـ،ـزه کې د اسـ،ـرائیلو د نن ورځې بـ،ـریدونو کې د ۳ خبریالانو او دوه ماشومانو په ګډون ۹ فلـ،ـسطیني وګړي شهیـ،ـ دان شوي او دوه خبریالان ټپيان شوی، او په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۲ فلسطیني وګړو ژوند بیللي دي.*
Image from 🚨 تازه خبرونه🎙️ثمرگل افغان🚨: *🚨خبرونه، پنج شنبه 1404/3/15*  *⭕کندهار کي له ۳۵۰ کارګرو سره نقدي مرس...
❤️ 👍 😢 😭 😂 💯 🙏 🤲 🥰 149

Comments