🚨 تازه خبرونه🎙️ثمرگل افغان🚨
🚨 تازه خبرونه🎙️ثمرگل افغان🚨
June 10, 2025 at 02:19 PM
هوا حالات⛈️ 🌦️ د افغانستان د دوبي د هوا وروستۍ وړاندوینې 2025 نن د ۹ مشهورو اقلیمي ماډلونو نوې پایلې خپرې شوې، چې په کې د افغانستان لپاره د دریو میاشتو جون، جولای، اګست د اوړي د موسم وړاندوینه شوې. 🌍 ۱️⃣ بارانونه 🌧️ تمه کېږي چې د مونسوني بارانونو څپې به د افغانستان په ختیځ او سویل ختیځ کې له نورمال څخه زیات بارانونه راولي شنې سیمې په نقشه کې دا بارانونه به له ځنډ پرته پیل شي او ځینې وختونه به له شدیدو طوفانونو سره وي. 🌩️ ۲️⃣ تودوخه 🔥 په ټول هېواد کې، پرته له یو څو ختیځو ولایتونو، د اوړي تودوخه له نورمال څخه لوړه وړاندوینه شوې، دا پدې مانا ده چې ډېرې سیمې به له عادي څخه ګرمې وي، په ځانګړې توګه د هېواد شمالي ولایتونه، خو هغه ختیځې سیمې چې بارانونه به ترې تېرېږي، هلته به هوا نږدې نورمال وي. 🌡️☀️ ۳️⃣ بادونه او دوړې 🌬️💨 په شمالي ولایتونو کې د بادونو شدت به له نورمال څخه زیات وي، چې د دوړو او خاورو طوفانونه به دوام پیدا کړي، دا وضعیت کولی شي د روغتیا، کرنې، او سفر پر چارو ناوړه اغېز وکړي. 🌪️😷 📌 یادونه: دغه معلومات د نړیوالو اقلیمي ماډلونو پر اساس وړاندې شوي او احتمالي بدلون یې ممکن دی، د کروندګرو، ښاري پلان جوړونکو، او عامو خلکو لپاره دا وړاندوینه مهمه ده څو اړین چمتووالی ونیسي. 👨‍🌾🏙️👩‍👩‍👧‍👦 والله اعلم
Image from 🚨 تازه خبرونه🎙️ثمرگل افغان🚨: هوا حالات⛈️  🌦️ د افغانستان د دوبي د هوا وروستۍ وړاندوینې 2025  نن د ...
❤️ 👍 🖕 🌧 🙏 🤲 70

Comments