🚨 تازه خبرونه🎙️ثمرگل افغان🚨
🚨 تازه خبرونه🎙️ثمرگل افغان🚨
June 11, 2025 at 04:02 PM
*🚨خبرونه، چهارشنبه 1404/3/21* *⭕اختر په ورځو کې د ناوړه کړنو له امله ګڼ کسان نيول شوي.* *⭕لوګر ولایت کې به ډېر ژر ۴۲ نوي مخابراتي سایټونه فعال شي.* *⭕پاکستان ته یوه بله امریکايي مېرمن هم خپل عاشق پسې راغلي ده.* *⭕کاپیسا په صیادو سیمه کې د اختر په دویمه ورځ یو ځوان اوبو وړی او تر اوسه نادرکه دي.* *⭕بغلان مرکز پلخمري ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند بیللي او ۶ نور ټپیان شوي.* *⭕د افغان حاجیانو لومړۍ ډله نن هيواد ته راستنه شوه، په دې ډله کې د لغمان او کابل ۳۴۶ حاجيان شامل دي.* *⭕لوګر محمداغې ولسوالۍ په سرخ آب بند کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو کې د ډوبېدو له امله مـ،ـړ شوي.* *⭕نورستان کې یې هغه ځوانان نیول شوي چې له وسلو سره دغه ولایت ته په چکر تللي وو او هلته یې هوايي ډزې کړې وي.* *⭕کونړ وټه پور ولسوالۍ مناګي سيمه کې د شکر الله او قاري محمد په نوم کسان سيند ته غورځيدلي، د یو جسد پیدا شوي، او د یو نادرکه دي.* *⭕کولمبیا په سوېل لویدیځ کې د پولیسو مرکزونو ته نږدې په چـ،ـاودنو او بـ،ـریدونو کې د پولیسو په ګډون اووه کسان و،ژ،ل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.* *⭕کندهار ښار د پنځلسمه حوزې په حاجي قادر کالوني کي د فضل محمد په نوم د چرسو یوه معتاد خپله مېرمن حلاله کړې ده، له دې ۲۵ کلني ښځي درې اولادونه، چي یوه یې شېدې خوړونکې لور وه پاته شوي، دغه کس هم نیول شوي.*
Image from 🚨 تازه خبرونه🎙️ثمرگل افغان🚨: *🚨خبرونه، چهارشنبه 1404/3/21*  *⭕اختر په ورځو کې د ناوړه کړنو له امله...
❤️ 👍 😢 😂 😭 🇦🇫 🏳 😮 101

Comments