
🚨 تازه خبرونه🎙️ثمرگل افغان🚨
June 12, 2025 at 04:40 PM
*🚨خبرونه، پنج شنبه 1404/3/22*
*⭕پاکستان له زندانونو ۱۲ افغانان خوشې شوي.*
*⭕لوی اختر کې کونړ ولایت ته ۹۰ زره سیلانیان ورغلي.*
*⭕میدان وردګ کې ترافیکي پیښې د یوې میرمن او یو ماشوم ژوند اخستی.*
*⭕ایران روانه اوونۍ دوه افغانان د نشه يي موادو د تور له امله اعـ،ــدام کړي.*
*⭕رسنۍ وایې ددې احتمال ډير شوی، چې اسـ،ـرائیل په ايران بريد ترسره کړي.*
*⭕هلمند کې د یاسین په نوم یو فعال ځوان پخپل کور کې د غلو لخوا و،ژ،ل شوی.*
*⭕خوست موسی خېل ولسوالۍ غلنګ سیمه کې یو پُل ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.*
*⭕کوزه پښتونخوا او بلوچستان کې په جلا پېښو کې ۳ پاکستاني نظامیان و،ژ،ل شوي.*
*⭕افغان حکومت هند کې د یوې الوتکې د نسکورېدو له امله ژوره خواشیني څرګنده کړي.*
*⭕هند کې د الوتکې نسکورېدو پیښه کې یوازې یو کس ژوندی پاتې شوی، هندي رسنیو دا یوه معجزه بللې ده.*
*⭕امريکا او ايران ترمنځ شپږم پړاو مذاکرات به د راروانې یکشنبې په ورځ د عمان پلازمينه مسقط کې ترسره شي.*
*⭕کندهار او هرات په لویه لار د توت او چکاو په سیمه کي د ۵۸۰ بس او فیلډر موټر ټکر شوی، د فیلډر درې سپاریان پکښي مـ،ـړه شوي.*
*⭕فراه رود ولسوالۍ کې د هرات او کندهار په لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسانو خپل ژوند بیللي او پنځه نور ټپیان شوي.*
*⭕کندهار کې د راتلونکي چهارشنبې له ورځي وروسته ډېره شدیده او د ریکارډ تر کچي ګرمي راځي، چي د ورځي درجه ۴۷ او د شپې درجه به تر ۲۶ پوري ورسیږي.*

❤️
👍
❤
🙏
♥
😢
🇦🇫
🇮🇷
💋
😂
104