
ادب و مزاح
May 23, 2025 at 09:02 AM
یوه ورځ حضرت عمر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم و حضور ته ورغی، رسول صلی الله علیه وسلم پر یوې داسي شړۍ تکیه کړې وه چي د هغې هره تسمه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بدن مبارک کي ښکاره وه، حضرت عمر رضي الله عنه چې د رسول الله د کور دا حالت ولیدی په ژړا سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل څه دي ژړوې أی عمره ؟
حضرت عمر رضي الله عنه ورته وویل أی د الله رسوله. کسریٰ د فارس بادشاه د وریښمو پر بستر خوب کوي او ته پر داسي شړۍ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل. «أی عمره همدا نبوت دی، کومه أمپراطورې خو نه ده»
فقهه د روایت شریف داده چې د یو منصب لرونکي لپاره نبوي سنت دادی چې د دنیا د نعمتونو په شهوت أو لذت کي ځان غرق نکړي، خپل نصب العین یي و نه ګرځوي، په دنیایي نعمتونو کي افراط أو لهوه د مستکبرینو أو جبابره وو عادت دی، چي باید مؤمن ځان ورڅخه و ساتي.

😢
❤️
5