ادب و مزاح
ادب و مزاح
May 26, 2025 at 03:58 PM
د طب پوهنځي په یو ټولګي کې استاد, له محصل وپوښتل چې موږ څو پوښتورګي لرو؟ محصل ځواب ورکړ, چې څلور، استاد په مغرورانه غږ، ملازم ته کړل, چې لاړ شه یوه ګېډۍ واښه راوړه، موږ په ټولګي کې یو خر هم لرو, محصل ورغږ کړ, چې ماته قهوه راوړه او استاد, چې درنه څه غوښتې هغه ته همغه خواړه راوړه. استاد نور هم په غوسې شو او محصل یې له ټولګي وویست محصل ټولګي نه د وتلو په حال کې استاد ته کړل, تا له مانه پوښتنه وکړه, چې موږ څو پوښتورګي لرو؛ نو ما ځواب درکړ, چې څلور دوه زما او دوه ستا، ځکه مې څلور وویل تا د جمع صغه وکاروله او ما ستا د سوال سره سم ځواب درکړ که تا پوښتنه کړی وی, چې ته څو پوښتورګي لرې, نو که دې وخت کې ما ویلی وی, چې څلور بیا ستا غوسه او توهین پر ځای وو, اوس نو د وښو خوړلو څخه ګټه پورته کړه، ښه اشتها ولرې، محصل پدې خبرو سره خپل ټولګی پرېښود. نوټ: محصل" ابریکیو توریلی اپوریلي" نومیده چې د" بارون ډی اتاري" په نوم یې هم شهرت درلوده دا زده کوونکی لږ مزاحیه مزاجه هم و. *لحاظ
❤️ 😂 4

Comments