ادب و مزاح
ادب و مزاح
June 4, 2025 at 06:37 PM
Joke🤣 یو زوړ سړی، چې تازه 90 کلن شوی و، په عصا تکیه شوی، ټوخی نيولي، د ډاکټر کوټې ته ننوت. ډاکټر یې لږ معاینه وکړه، بیا یې ترې وپوښتل: "بابا، اوس دې صحت څنګه دی؟" زوړ سړی، چې د کمیس تڼۍ یې د رپېدلي لاس سره تړله، ورو خو له غرور ډک آواز سره یې وویل: "زه هېڅ وخت دومره ښه نه وم لکه اوس! تازه مې د یوې ۲۵ کلنې نجلۍ سره واده کړی، اوس یې حمل اخیستي، او د زېږون وخت یې را نږدې شوی. ته څه وایې ډاکټر صیب؟" ډاکټر لږ موسکی شو، شېبه فکر کې شو، بیا یې وویل: "بابا، یو کیسه درته کړم. یو دوست لرم، ډېر ښه ښکاري دی. هېڅکله د دوبۍ ښکار نه پرېږدي. یوه ورځ دومره په بیړه ووت، چې د ټوپک پر ځای یې چترۍ راواخیسته. لاړ ځنګل ته. روان و، ناڅاپه د ونو له شا یو پړانګ راووت او ور روان شو. دوست مې چترۍ راپورته کړه، د پړانګ خواته یې ونیوله، هدف ونیوه او… بنګ ! پړانګ پر ځمکه ولوېد، مړ شو." زوړ سړی ژر وویل: "نه نه، دا خو نه منل کېږي ! خامخا به پړانګ به بل چا ویشتلی وي!" ډاکټر وخندل، ورو یې ورته وویل: "بالکل! زه هم همدا وایم…"
😂 3

Comments