
ادب و مزاح
June 12, 2025 at 05:36 PM
د جمعې د مبارکي شپې په مناسبت دا روایت شریف درسره مطالعه کړئ «جناب أکرم صلی الله علیه وسلم یو فارسي همسایه درلود، تازه یي اسلام قبول کړی وو، دې فارسي صحابي په کور کي ښه ښوروا/ثرید. پخول، یوه ورځ یي د کور د څنګه رسول صلی الله علیه وسلم ولید چې د بي بي عائشې رضي الله عنها د حجرې و خوا ته روان دی، فارسي صحابي وخت غنیمت وباله و جناب أکرم صلی الله علیه وسلم ته یي دعوت وکړ چې ورسره مېلمه سي، علیه السلام و حجرې ته اشاره وکړه «وهذه؟» یعني د حجرې څښتنه دي هم مېلمه ده که یواځي زه یم؟ فارسي صحابي ورته وویل چې هغه نه، یواځي ته یې، علیه السلام عذر و غوښت ورسره مېلمه نسو، څو ورځې وروسته بیا هغه صحابي و علیه السلام ته دعوت وکړ، علیه السلام بیا ورته وویل «وهذه؟» هغه صحابي بیا ورته وویل چې هغه نه، یواځي ته مې مېلمه یې، علیه السلام بیا عذر ورڅخه وغوښت، آخیر هغه فارسي صحابي درک کړه چې د رسول الله مقصد دادی چې بې بې عائشه رضي الله عنها هم ورسره مېلمنه کړم، څو ورځې وروسته یي په دریم وار بیا علیه السلام ته دعوت د مېلمستیا وکړ، هغه بیا ورته وویل «وهذه؟» فارسي صحابي وویل «نعم ، وهذه» دا هم مېلمنه ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم خادم خاص حضرت أنس رضي الله عنه چې ددې روایت راوي دی ، وایي « فرئیتهما یتدافعان» دواړه په تلوار د فارسي صحابي و کورته ورغلل» رواه مسلم.
فقهه د حدیث شریف داده چې د هغه صحابي په کور کي یواځي دی أو مېرمن وه، علیه السلام دا غوره وبلل چې دده مېرمن بي بي عائشه رضي الله عنها هم ورسره وي، تر څو هلته د فارسي صحابي د مېرمني سره ملګرې وي، همکارې یي وکړي، أو بل دا چې میرمن و میلمستیا ته ورسره بېولای سي، أو په عموم کي د أم المؤمنین بي بي عائشې رضي الله عنها مقام او مکانت و أمت ته ور ښوول دي.
#لیلة_الجمعة
#الصلاة_علی_الحبیب
#صلی_الله_علیه_وسلم
❤️
2