ادب و مزاح
ادب و مزاح
June 13, 2025 at 06:00 PM
زموږ دنيوي تعليم لرونکي طبقه بايد د ټيکنالوژۍ اهميت درک کړي . په نوره اسلامي نړۍ کې د ټيکنالوژۍ پرمختګ مسؤليت د پوهنتونونو محصلينو پر غاړه دی، ډېری ځوانان په دې مورد خواري هم کوي . ځينې سيکولران دا مسؤليت هم ملايانو ته ورغاړې کوي او خپله د‌ حکومت بورس او شل کلن راشن خوړولو وروسته دا بهانه جوړوي چې ولا دوه لکه کاله مخکې ملا د پرنټر او لاسپپيکر په خلاف فتوی ورکړې وه ، ځکه وس پرمختګ نشو کولی ، چې پاکه يې سره اوايو امریکا د کليسا نه ټیکنالوژي نه غواړي، نه هم اســرايل د سينيګاک نه ټيکنالوژي غواړي، دا يوازې زموږ ځينې پاټکيان دي چې خپل مسؤليتونه هم په جومات وراچوي، خپله په پوهنتونونو کې د هولي او موسیقي پروګرامونو نه وزګاريږي، هغې ته د مينې خپرولو نوم ورکوي خو کله چې سخته راشي بيا د مسجد او مدرسې ته ګوته نيسي . د انجونو تعليم بندول غير مناسب کار دی، خو موږ فلحال د ځوانانو خبره کوو .
Image from ادب و مزاح: زموږ دنيوي تعليم لرونکي طبقه بايد د ټيکنالوژۍ اهميت درک کړي . په نوره ...
❤️ 3

Comments