
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 2, 2025 at 05:27 PM
کابل، صداقت فوټسال لوبډلې د هېواد د ورزش ادارې له رهبرۍ سره وليدل
دوشنبه، د غبرګولي ۱۲مه، ۱۴۰۴
د افغانستان فوټسال غوره ليګ څلورم پړاو سياليو کې لوبېدونکي صداقت فوټسال لوبډلې د هېواد ورزش ادارې له رهبرۍ سره وليدل.
په دغه ليدنه کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ د فوټسال لوبغاړو، د فوټسال د ودې لپاره ترسره کړې هڅې وستايلې او زياته يې کړه، چې دا د خوښې ځای دی، چې اوس د افغانستان په داخلي ليګونو کې بهرني لوبغاړي لوبيږي.
دغه راز نوموړي په صداقت لوبډله کې له ايران هېواد څخه راغلي ورزشکاران تشويق او په ډاليو ونازول، چې د افغانستان فوټسال غوره ليګ څلورم پړاو سياليو کې د لوبېدو لپاره افغانستان ته راغلي دي.
په دغه ليدنه کې د هېواد د ورزش ادارې پر فني او مسلکي مرستيال سربېره، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د فوټبال فدراسيون رئيس محمد يوسف کارګر، د کورش فدراسيون رئيس سيد محمود ضياء دشتي، د نشراتو رئيس اتل مشواڼي او د فوټسال ورزشکارانو ګډون کړی و.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان فوټسال غوره ليګ څلورم پړاو سيالۍ به د ۱۰ لوبډلو په ګډون د روانې هجري شمسي مياشتې پر ۱۶مه نېټه د افغانستان فوټسال کمېټې په مرکزي جمنازيم کې پيل شي.
