
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 3, 2025 at 07:24 PM
کونړ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اختريز جام سيالۍ پيل شوې
سه شنبه، د غبرگولي ۱۳مه، ۱۴۰۴
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د اسعدآباد ښار په څاگي ورزشي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اختريز جام گروپي سيالۍ پيل شوې.
د يادو سیالیو په لومړنۍ لوبه کې صحلې ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې قمچۍ اتلانو لوبډلې ته د ۴ پر ۰ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
دا سيالۍ په دوو A او B گروپونو ويشل شوي، چې د A گروپ سيالۍ به د مرکز څاکي لوبغالي کې او د B گروپ سيالۍ به د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد لوبغالي کې ترسره شي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت پيل شوې، چې شاوخوا ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
