د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 5, 2025 at 08:54 AM
کابل؛ د پهلوانۍ ۱۴ کسيزه ملي لوبډله د پهلوانۍنړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ايران ته روانه شوه پنجشنبه، د غبرګولي ۱۵مه، ۱۴۰۴ د هېواد پهلوانۍ ملي فدراسيون ۱۴ کسيزه ملي لوبډله د پهلوانۍ ګريګورومن سبک نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ايران هېواد ته روانه شوه. د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دعوت او ارشاد رئيس مولوي داد محمد بريال عطايي او د نشراتو رئيس اتل مشواڼي ګډون درلود، چې ښاغلي وثيق، لوبغاړو ته په دغه سیالیو کې د بریالیتوب دعا وکړه او هيله يې وښوده، چې دغه سفر به يې د لاسته راوړنو ډک وي. د يادونې وړ ده، چې د پهلوانۍ ګريګورومن تختي جام نړيوالې سيالۍ به د افغانستان په ګډون تر لسو زياتو هېوادونو ترمنځ د روانې غبرګولي مياشتې پر ۲۲مه نېټه د ايران هېواد په شيراز ښار کې پيل شي، چې د همدې مياشتې تر ۲۴مې به دوام وکړي.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: کابل؛ د پهلوانۍ ۱۴ کسيزه ملي لوبډله د پهلوانۍنړيوالو  سياليو کې د ګډون...
❤️ 1

Comments