د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 6, 2025 at 05:18 PM
زابل کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې جمعه، د غبرگولي ۱۶مه، ۱۴۰۴ د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د درېيو کلبونو د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې. په يادو سیالیو کې له استاد طوفان، استاد احمدالله او استاد احمد شاه کلبونو څخه ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې گډون کړی وو، چې په پايله کې د استاد طوفان کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې. د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او ورزشي توکي ورکړل شول.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: زابل کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې   جمعه، د غبرگولي...

Comments